تهران : د ایران انقلابي ګارډ وايي، چې د هرمز تنګي په سویلي برخه کې یوې سترې تېل وړونکې بېړۍ له دوو سمندري ماینونو سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی او په بشپړه توګه درېدلې ده.

 

د ایران دولتي ټلویزیون د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۳۱مه، د انقلابي ګارډ د بیان په حواله ویلي دي چې بېړۍ هڅه کوله د هرمز له تنګي د ایران له خوا د ټاکل شویو مقرراتو خلاف تېره شي، خو د تنګي په سویلي برخه کې له دوو سمندري ماینونو سره ولګېده.

 

د انقلابي ګارډ په وینا، له چاودنو وروسته په بېړۍ کې اور ولګېد او حرکت یې په بشپړه توګه ودرېد.

 

تر اوسه د بېړۍ نوم، د کوم هېواد بیرغ پرې رپېږي، د هغې مالک شرکت او د عملې د غړو شمېر نه دی اعلان شوی. د احتمالي مرګ‌ ژوبلې په اړه هم کوم معلومات نه دي ورکړل شوي. رویټرز وايي، چې د ایران د انقلابي ګارډ دا دعوه تر اوسه د بېړۍ د مالک، کومې نړیوالې سمندري ادارې یا بلې خپلواکې سرچینې له خوا نه ده تایید شوې.

 

انقلابي ګارډ نورو تجارتي بېړیو ته هم خبرداری ورکړی دی چې د هرمز له تنګي د تېرېدو پر مهال دې د ایران له خوا اعلان شوي مقررات مراعت کړي. په بیان کې ویل شوي دي، هغه بېړۍ چې د دغو امنیتي مقرراتو خلاف عمل کوي، له ورته پایلې سره مخامخ کېدی شي.

 

دا پېښه څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي په نړیوالو سمندري لارو کې ایښودل شوي ماینونه پاک کړي دي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر اډمیرل براډ کوپر هم ویلي وو چې نړیوالې سمندري لارې له ماینونو پاکې شوې دي، خو د دغو دعوو خپلواک تایید نه و شوی.

 

یوه ورځ مخکې امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي د ایران په لارک ټاپو کې دوه ایراني لانچرونه هم په نښه کړي وو. امریکايي چارواکو ویلي دي، دغه لانچرونه د ایران د انقلابي ګارډ له خوا د راکټونو د توغولو او په تنګي کې د نورو سمندري ماینونو د ځای پر ځای کولو لپاره چمتو کېدل. ایران وروسته په اردن کې د امریکا پر اډو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.

 

د امریکا ـ ایران جګړه؛ اردن وايي اته ایراني توغندي یې شنډ کړي
د امریکا ـ ایران جګړه؛ اردن وايي اته ایراني توغندي یې شنډ کړي
منځنی ختیځ : د امریکا سفارتي عمله او د هغوي د کورنیو غړي بېرته سفارتونو ته ستنېږي
منځنی ختیځ : د امریکا سفارتي عمله او د هغوي د کورنیو غړي بېرته سفارتونو ته ستنېږي
هرمز : ایران د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو لپاره شرطونه برابروي
هرمز : ایران د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو لپاره شرطونه برابروي

 

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له تر ټولو مهمو سمندري لارو څخه دی. د امریکا او ایران د روانې جګړې له امله له دې لارې د تجارتي بېړیو تګ راتګ په تېرو میاشتو کې سخت کم شوی دی. رویټرز د اګست په ۲۷مه د کیپلر د معلوماتو پر بنسټ ویلي وو چې د بېړیو شمېر د معمول کچې په پرتله لا هم ډېر ټیټ دی او یو شمېر بېړۍ د امنیتي اندېښنو له امله خپل د موقعیت معلومولو وسایل هم بندوي.

 

د ایران انقلابي ګارډ د اګست په ۲۸مه ویلي وو چې د هرمز پر تنګي «بشپړ کنټرول» لري او د امریکا هغه دعوه یې رد کړې وه چې بېړۍ کولی شي له ایراني محدودیتونو پرته له دې لارې تېرې شي.

 

د دوشنبې د پېښې په اړه لا دا هم روښانه نه ده چې ماینونه څه وخت او د چا له خوا ایښودل شوي وو. رویټرز او د سنګاپور چینل نیوز اېشیا ویلي، د پېښې نور جزییات لا نه دي خپاره شوي.