واڼا : د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کي د جامعه اسلامیه شولام او الحق اکېډمي پبلک سکول د نیم کلنیو ازموینو د غوره زده‌کوونکو لپاره د انعامونو د وېش غونډه شوې ده.

 

په غونډه کي استادانو، زده‌کوونکو او د هغوی میندو او پلرونو ګډون کړی و. په ازموینو کي غوره مقامونه ترلاسه کوونکو زده‌کوونکو او زده‌کوونکو نجونو ته انعامونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

 

د ادارې مشر مولانا محمود خان حقاني غونډې ته وویل، د اوسني وخت زده‌کوونکي باید د دیني زده‌کړو ترڅنګ عصري علومو، نویو مهارتونو او ښه اخلاقو ته هم پام وکړي.

 

هغه وویل، یوازې د تعلیمي سند ترلاسه کول بریالیتوب نه دی، بلکې زده‌کړه باید د انسان په عملي ژوند، کردار او چلند کي هم څرګنده شي.

 

مولانا محمود خان حقاني وویل، د ماشومانو د تعلیم او روزنې مسوولیت یوازې د استادانو نه دی، بلکې میندې او پلرونه هم باید د هغوی تعلیمي فعالیتونه وڅاري او له استادانو سره په ګډه د ماشومانو پر روزنه کار وکړي.

 

نوموړي د نیم کلنیو ازموینو بریالیو زده‌کوونکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل، هغوی باید دا بریا وروستی منزل ونه ګڼي، بلکې خپلو زده‌کړو او لا ډېرې هڅې ته دوام ورکړي. د غونډې په پای کي غوره مقامونه ترلاسه کوونکو زده‌کوونکو ته انعامونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.