کابل / نیکوسیا (شال نیوز) : د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانی ځانګړی استازی بنون سیوان د ۸۸ کلونو په عمر د قبرس په پلازمېنه نیکوسیا کي مړ شوی دی.

 

قبرسي سرچینو او د ارمنیانو نړیوالې خیریه ټولنې د هغه مړینه تایید کړې ده. سیوان په نیکوسیا کي زېږېدلی و او له ملګرو ملتونو سره یې نږدې څلور لسیزې کار کړی و. د هغه د مړینې کره لامل تر اوسه نه دی اعلان شوی.

 

بنون سیوان د افغانستان په معاصر تاریخ کي په ځانګړي ډول د شوروي ځواکونو د وتلو او د ډاکټر نجیب الله د حکومت د وروستیو کلونو له امله پېژندل کېږي.

 

هغه د ۱۹۸۸ کال په اپرېل کي د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي د دفتر مشر او لوړپوړی سیاسي سلاکار وټاکل شو. دا هغه وخت و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ژنیو تړونونه لاسلیک شوي وو او د شوروي ځواکونو له افغانستانه د وتلو لړۍ روانه وه.

 

سیوان وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي شخصي استازی شو او تر ۱۹۹۲ کال پورې یې په دې دنده کي کار وکړ.

 

هغه د ډاکټر نجیب الله له حکومت، افغان مجاهدینو او نورو سیاسي ډلو سره اړیکې لرلې او ملګرو ملتونو هڅه کوله چې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې د واک د لېږد لپاره یوه سیاسي لار پیدا کړي.

 

د سیوان نوم په ځانګړي ډول د ۱۹۹۲ کال د اپرېل له پېښو سره تړلی دی، کله چې د ډاکټر نجیب الله حکومت د ړنګېدو په حال کي و.

 

ملګرو ملتونو هغه مهال هڅه کوله چې د واک د سوله‌ییز لېږد لپاره یوه لنډمهاله سیاسي اداره جوړه شي او نجیب الله له هېواده ووځي. سیوان کابل ته تللی و او د نجیب الله د خوندي وتلو لپاره یې هڅې کولې.

 

نجیب الله د ۱۹۹۲ کال د اپرېل په نیمایي کي هڅه وکړه چې د کابل هوايي ډګر ته ولاړ شي او له افغانستانه ووځي، خو هوايي ډګر ته د تګ پر لاره ودرول شو. هغه بېرته کابل ته ستون شو او د ملګرو ملتونو په دفتر کي یې پناه واخیسته.

 

سیوان وروسته هم د نجیب الله د خوندي وتلو او د افغان ډلو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅې وکړې، خو دا هڅې بریالۍ نه شوې. نجیب الله له څلورو کلونو زیات د ملګرو ملتونو په ودانۍ کي پاتې شو او د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کي کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته ووژل شو.

 

سیوان په خپلو وروستیو مرکو کي هم د نجیب الله د حکومت د ړنګېدو، د مجاهدینو ترمنځ د لنډمهاله حکومت پر سر د اختلافونو او وروسته کورنیو جګړو په اړه خبرې کړې وې. هغه په تېرو کلونو کي د نجیب الله د برخلیک په اړه د ملګرو ملتونو پر چلند هم نیوکې کړې وې.

 

له افغانستان وروسته سیوان په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو په څانګه کي لوړپوړې دندې ترسره کړې. وروسته یې په عراق کي د ملګرو ملتونو د تېلو په بدل کي د خوړو د پروګرام مشري وکړه.

 

د هغه د دې دورې کار وروسته له لانجې سره مخ شو. د ملګرو ملتونو یوې پلټنې د عراق د تېلو د ونډو په تړاو د هغه پر کړنو نیوکې وکړې، خو سیوان دا تورونه رد کړل او ویل یې چې ناحقه په نښه شوی دی. هغه په ۲۰۰۵ کال کي له ملګرو ملتونو استعفا وکړه.

 

سیوان په ۲۰۰۳ کال کي په بغداد کي د ملګرو ملتونو پر دفتر له هغه بمي برید څخه هم ژوندی وتلی و چې ۲۲ کسان پکي وژل شوي وو.

 

بنون سیوان په ۱۹۳۷ کال کي په نیکوسیا کي په یوې ارمني کورنۍ کي زېږېدلی و. هغه په نیویارک کي د کولمبیا پوهنتون زده‌کوونکی پاتې شوی او په ۱۹۶۵ کال کي یې له ملګرو ملتونو سره کار پیل کړی و.

 

له ملګرو ملتونو څخه تر وتلو وروسته قبرس ته ستون شوی او هلته یې د ارمني ټولنې په کلتوري او ټولنیزو چارو کي فعالیت کاوه.

 

د ارمنیانو نړیوالې خیریه ټولنې د هغه د مړینې په غبرګون کي سیوان د ارمني کلتوري میراث ملاتړی، لارښود او د ګڼو خلکو استاد بللی دی.

 

د قبرس د معلوماتو له مخې، د بنون سیوان جنازه به د اکتوبر پر ۱۲مه غرمه په نیکوسیا کي د ارمنیانو په کلیسا کي ادا کېږي.