مردان (شال نیوز) : د مردان ویمن یونیورسټۍ د هیومن نیوټرېشن اېنډ ډایټېټکس څانګې د خوراک د ضایع کېدو په اړه د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت یو پروګرام کړی، چې موخه یې د خوراک د ضایع کېدو مخنیوی او د خوړو د سمې او ذمه وارې استعمال په اړه پوهاوی زیاتول وو.

 

د یونیورسټۍ له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا پروګرام د سپتمبر پر ۲۹مه د څانګې په لېبارټرۍ کې د «له ضایع شوي خوراکه تر ارزښتمن خوراکه» تر عنوان لاندې شوی و.

 

په پروګرام کې زده کوونکو معلوماتي پوسټرې نندارې ته وړاندې کړې، د خوراک بېلابېل توکي یې تیار کړل او عملي طریقې یې وښودلې چې څنګه خوراک له ضایع کېدو ژغورل کېدای شي او پاتې خواړه په مناسبه توګه ساتل او استعمالېدلای شي.

 

د هیومن نیوټرېشن اېنډ ډایټېټکس څانګې ویلي، د دې ډول پروګرامونو له لارې هڅه کوي زده کوونکي د خوراک د ضایع کېدو د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو په اړه خبر کړي او په ورځني ژوند کې د خوراک د سم استعمال دود پیاوړی کړي.

 

د یونیورسټۍ انتظامیې د وائس چانسلرې پروفېسر ډاکټر رضیه سلطانه د ملاتړ مننه کړې او د پروګرام د استادانو، منتظمینو او زده کوونکو د کار ستاینه یې کړې ده.