تخار (شال نیوز) : له تخار څخه یوې باوري سرچینې ویلي، د طالبانو استخباراتو د دې ولایت په خواجه‌غار ولسوالۍ کې د ازبکي ژبې شاعره او ښوونکې مژده ازبک نیولې ده.

 

سرچینې ویلي، مژده ازبک او د هغې مېړه شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د خواجه‌غار ولسوالۍ د هزارباغ له سیمې نیول شوي وو. د سرچینې په وینا، د هغې مېړه وروسته خوشې شوی، خو مژده ازبک لا هم په بند کې ده.

 

مژده ازبک د هزارباغ سیمې د ګوهرشاد بېګم ښوونځي ښوونکې، شاعره او لیکواله ده او د پنځو ماشومانو مور ده. د سرچینې په وینا، هغه د اعتراضي شعرونو او له پخوانۍ سناتورې راحله دوستم سره د اړیکې په تور نیول شوې ده.

 

سرچینه وايي، د مژده ازبک کورنۍ د هغې د خوندیتوب په اړه د اندېښنو له امله د نوموړې د روغتیايي حالت او د بند د ځای په اړه څه نه وايي.

 

د مژده ازبک نیول کېدو د ښځو او بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه هم راپارولي دي. یو شمېر فعالانو د هغې د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

 

طالبانو تر اوسه د مژده ازبک د نیولو او پر هغې د لګېدلو تورونو په اړه عامه څرګندونې نه دي کړې.