برلین : د طالبانو یو درې کسیز پلاوی جرمني ته تللی دی، څو له دغه هېواده د افغانانو د ویستلو د چارو په اړه له جرمني چارواکو سره خبرې وکړي. د جرمني د ،این ډي ار، رسنۍ د راپور له مخې، دغه پلاوی ،د اګست په ۲۶مه، جرمني ته رسېدلی دی او ټاکل شوې شاوخوا درې اوونۍ هلته پاتې شي.
راپور وايي، چې د پلاوي غړي له کابله تر وتلو وروسته قطر ته تللي وو او د دوحې په جرمني سفارت کې ورته د ۳۰ ورځو ویزې ورکړل شوې دي. دوي دا مهال په برلین کې د افغانستان په سفارت کې دي او ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ بن او مونیخ ته هم ولاړ شي.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت ،د اګست په ۲۸مه، د دغه پلاوي حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې دا کسان د یو «تخنیکي مرستندویه ټیم» په توګه جرمني ته ورغلي دي.
د وزارت په وینا، د پلاوي د سفر هدف دا دی چې افغانستان ته د افغانانو د ویستلو لپاره اړین تخنیکي کارونه زر بشپړ شي. په دغو چارو کې د کسانو د هویت تثبیت، د پاسپورټونو او نورو سفري اسنادو برابرول او د ستنولو نور کارونه شامل دي.
جرمني له څه مودې راهیسې د طالبانو له چارواکو سره په تخنیکي کچه تماسونه لري. د جرمني حکومت وايي، دا اړیکې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري، بلکې موخه یې د هغو افغانانو د ستنولو بهیر اسانه کول دي چې په جرمني کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
برلین په پېل کې ویلي وو چې تر ډېره به مجرمین او هغه کسان افغانستان ته ډیپورټ کوي چې امنیتي خطر بلل کېږي، خو په وروستیو میاشتو کې یې دا تګلاره پراخه کړې ده.
د اګست پر ۲۵مه ۲۳ افغان نارینه هم له جرمني څخه کابل ته ډیپورټ شوي وو. د جرمني حکومت ویلي دي، چې په راتلونکي کې نور هغه افغانان هم افغانستان ته ستنېدی شي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اجازه نه لري.
طالبانو تر اوسه د دغه درې کسیز پلاوي د سفر او ماموریت په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. جرمني لا هم طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني، خو د کډوالۍ او ډیپورټ په چارو کې ورسره تخنیکي تماسونه ساتي.


شال نیوز