د جرمني وزیر اعظم ،فریدریش میرڅ، ویلي دي، چې هېواد یې له طالبانو سره خپلې اړیکې نه عادي کوي او له دغې ډلې سره هر ډول تعامل یوازې د جرمني د ملي ګټو پر بنسټ او په تخنیکي کچه ترسره کېږي.

 

میرڅ د جرمني پارلمان ته په وینا کې وویل، چې جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له دغه ډلې سره یې همکاري یوازې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره ده چې په جرمني کې د جرمونو له امله محکوم شوي وي.

 

هغه زیاته کړه، چې ډیپلوماتیکې اړیکې د هېوادونو ترمنځ وي، نه د حکومتونو ترمنځ، او جرمني له افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې دي. د هغه په وینا، برلین د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د عادي کولو اراده نه لري او نه هم ورته د دوستۍ لاس غځوي.

 

د جرمني لومړي وزیر وویل، د کورنیو چارو وزیر ،الکساندر دوبرینت، په کابل کې د طالبانو له استازو سره د مجرمو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کوي او هغه د دغو هڅو بشپړ ملاتړ کوي.

 

بل لور ته، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي، چې د افغانانو د ایستلو د بهیر د اسانتیا او د پاسپورټونو د صادرولو د چارو د پرمخ وړلو لپاره به د طالبانو د ادارې تر څلورو پورې نور استازي جرمني ته سفر وکړي. د نوموړي په وینا، د ویزو له ورکولو مخکې به د دغو کسانو هویت او مخینه په بشپړه توګه وڅېړل شي.

 

په ورته وخت کې، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې ،شهرزاد اکبر، د طالبانو د عادي کولو پر هڅو نیوکه کړې ده. هغې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د عادي کولو هر ډول هڅه د افغان ښځو او نجونو د حقونو او انساني کرامت له پامه غورځول دي.

 

شهرزاد اکبر ویلي، افغان ښځې او نجونې دا مهال په بېلابېلو ډګرونو کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او د دغې مبارزې یوه برخه د هغو اروپايي حکومتونو پر وړاندې ده چې ځانونه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مدافعین بولي، خو د هغې په وینا، په عمل کې د طالبانو د عادي کولو سیاست تعقیبوي.