برلین جرمني : د اګست پر ۲۵مه، ۲۳ افغانان د لایپزګ / هاله هوايي ډګر څخه په یوې چارټر الوتکه کې کابل ته واستول. د جرمني د خبري اژانس «ډي پي ای» د معلوماتو له مخې، ټول ایستل شوي کسان نارینه وو او په جرمني کې د پاتې کېدو قانوني اجازه یې نه لرله. جرمني پولیسو هغوي تر الوتکې پورې بدرګه کړل.
ځینو لومړنیو راپورونو د ایستل شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۳۰ ښودلی و، خو وروسته د «ډي پي ای»، «ډویچلنډ فونک» او نورو جرمني رسنیو د رسمي معلوماتو پر بنسټ دا شمېر ۲۳ کسان تایید شو.
تر اوسه په رسمي ډول نه ده څرګنده شوې چې د نن ورځې په الوتکه کې څومره کسان جرمي سابقه لري. له همدې امله دا خبره چې په دې ډله کې حتماً داسې کسان هم شامل دي چې جرمي سابقه نه لري، لا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر ،الکساندر ډوبرینډټ، تر دې وړاندې ویلي وو چې حکومت به افغانستان ته د خلکو ستنول یوازې په هغو کسانو پورې محدود نه کړي چې په جرمونو محکوم شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي؛ بلکې هغه افغانان به هم ستنوي چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي او په جرمني کې د اوسېدو قانوني اجازه نه لري.
دا تګلاره د جولایۍ له وروستیو راهیسې لا روښانه شوې ده. د جولایۍ پر ۲۸مه جرمني ۳۱ افغانان کابل ته ولېږل؛ د کورنیو چارو وزیر وروسته ومنله چې په هغوي کې یو کس داسې و چې جرمي سابقه یې نه لرله. دا له ۲۰۲۱م کال وروسته لومړی تایید شوی مورد و چې جرمني داسې افغان هم په جبري توګه کابل ته ولېږه چې جرمي سابقه یې نه لرله.
د افغانانو د جبري ایستلو پر ضد فعالانو اعتراض کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو کسانو لپاره خوندي هېواد نه دی چې په زور ورستنېږي. د بشري حقونو سازمانونو هم په افغانستان کې د نیونو، ځورونې او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له کبله د جبري ستنولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.


شال نیوز