د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ،ریچارډ بېنېټ، د اروپایي ټولنې له لوري د افغان پناه غوښتونکو د چټک ایستلو نوې تګلاره د اندېښنې وړ بللې ده.
بېنېټ ،د جون په ۲۲مه، پر اېکس پاڼه لیکلي دي، چې افغانان باید ناامنه ځایونو ته ونه لېږل شي. هغه ټینګار کړی، چې د کډوالو د حقونو اړوند نړیوال معیارونه باید په پام کې ونیول شي او هېڅ پناه غوښتونکی باید داسې هېواد ته ونه استول شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ وي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر، ولکر ترک، هغه بیان هم شریک کړی چې په کې د دغې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده شوې او د بشري حقونو او د کډوالو د نړیوالو قوانینو پر رعایت ټینګار شوی دی.
ریچارډ بېنېټ ویلي دي، چې د بشري حقونو له اصولو سره سم چلند د ټولو هېوادونو مسوولیت دی او د کډوالو د جبري ایستلو په اړه پرېکړې باید د نړیوالو قوانینو له مخې وشي.
هغه همداراز په بروکسل کې له طالب چارواکو سره د اروپایي استازو لیدنې ته په اشارې ویلي، چې دا ډول اقدامات افغانانو، په ځانګړي ډول افغان ښځو ته سپکاوی دی.
اروپایي پارلمان د غبرګولۍ په ۲۷مه د اروپایي ټولنې په غړو هېوادونو کې د ناقانونه مېشتو کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو د کډوالۍ په سیاستونو کې پراخ بدلونونه تصویب کړل.
د نوي قانون موخه د بنسټیزو حقونو او نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د بېرته ستنولو بهیر ساده کول او چټکول ښودل شوي دي.
د دغې پرېکړې له اعلان وروسته د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې ده. په همدې لړ کې تر ۴۰ زیاتو مدني او د بشري حقونو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د اروپایي ټولنې له چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر سملاسي ودروي او له هغو تګلارو ډډه وکړي چې د طالبانو د ادارې د مشروعیت لامل ګرځي.

شال نیوز