دوحه / واشنګټن : د افغانانو د ایستلو او بیا مېشتېدو د ملاتړ ادارې «افغان اېواک» ،د اګست په ۸مه، ویلي دي، چې د قطر د دوحې ښار له څنډې سره نږدې د «اس سیلیه» په نوم د افغانانو لنډمهاله کېمپ د ۲۰۲۶م کال د سپتمبر پر ۳۰مه د تړل کېدو لپاره ټاکل شوی دی.

 

په دغه کېمپ کې هغه افغانان له ۲۰۲۱م کال راهیسې ساتل کېږي چې له امریکايي ځواکونو، سفارتي ماموریتونو او پوځي ادارو سره یې کار کړی او امریکا ته د انتقال په تمه دي. د افغان اېواک په وینا، د کېمپ له تړل کېدو وروسته د دغو کسانو د راتلونکي او د انتقال په اړه لا هم وروستۍ او روښانه پرېکړه نه ده اعلان شوې.

 

د افغان اېواک د جولایۍ تر ۳۰مې د معلوماتو له مخې، په کېمپ کې ۱،۰۳۹ کسان پاتې دي. په دوي کې د امریکايي ځواکونو پخواني ژباړونکي، د افغان ځانګړو ځواکونو همکاران، روغتیايي کارکوونکي، موټرچلوونکي، لوژستیکي کارکوونکي، د سفارتونو او پوځي اډو د ملاتړ کسان او د امریکايي پوځیانو نږدې خپلوان شامل دي.

 

د ادارې په شمېرنه کې ۴۳۳ ماشومان او ۳۱۹ ښځې شاملې دي، چې له دې ډلې ۲۰ ښځې امیندواره دي. افغان اېواک وايي، چې ۲۹۲ کسانو ته د امریکا د انتقال غوښتنې رد شوې دي، چې ۱۲۹ پکې ماشومان دي. د امریکايي پوځیانو شاوخوا ۱۵۰ نږدې خپلوان هم په کېمپ کې دي.

 

د افغان اېواک مشر ،شان وان ‌ډایور، ویلي دي چې د کېمپ اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه له رسمي معلوماتو پرته په اندېښنه کې دي. نوموړي ویلي، دی فکر نه کوي چې د سپتمبر ۳۰مه به حتمي وروستۍ نېټه وي، ځکه د قطر حکومت له دغو افغانانو سره تر اوسه همکاري کړې او کېدی شي د کېمپ د پاتې کېدو موده وغځوي؛ خو تر اوسه د دې مودې د غځولو رسمي خبر نه دی خپور شوی.

 

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتیکو اسنادو په حواله ویلي دي چې قطر د دغو افغانانو د لنډمهاله ساتنې تړون تر ۲۰۲۶م کال د سپتمبر تر ۲۹مې غځولی دی. دوحه دغه بندوبست موقتي بللی او ټینګار یې کړی دی چې امریکا باید د تړون تر پای ته رسېدو مخکې ټول اوسېدونکي له کېمپ څخه وباسي.

 

د رسنیو د مخکنیو راپورونو له مخې، امریکا د دغو افغانانو لپاره د درېیم هېواد د انتقال امکانات هم څېړلي دي. د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د انتقال خبره هم شوې، خو دا وړاندیز تر اوسه وروستی شوی نه دی. د دې طرحې پر ضد له سلو زیاتو ادارو او شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو امریکايي ملکي او پوځي چارواکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته لیک استولی او غوښتي یې دي چې افغان همکاران دې داسې هېواد ته ونه لېږل شي چې د هغوي د امنیت په اړه جدي اندېښنې موجودې وي.

 

افغان اېواک په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې له ۱۷۵ زرو ډېرو افغانانو ته د امریکا د ځانګړې کډوالۍ ویزې لپاره لومړنۍ منظوري ورکړل شوې ده. دا د ویزې وروستۍ منظوري نه ده؛ په دې پړاو کې عمومي توګه امنیتي پلټنې او د اسنادو ارزونه بشپړه شوې وي، خو مرکه او د ویزې وروستۍ پرېکړه لا پاتې وي.

 

دا شمېر یوازې د قطر د کېمپ د اوسېدونکو شمېر نه دی، بلکې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هغو افغانانو شمېر دی چې د ځانګړې کډوالۍ ویزو په بهیر کې دي. افغان اېواک وايي، چې د امریکا د اوسنیو سفر او ویزې محدودیتونو له امله د دغو کسانو د مرکو او ویزو بهیر مخته نه ځي.

 

افغان اېواک دا هم ویلي دي چې د ۲۰۲۶م کال له پېل راهیسې د افغان پاسپورټ لرونکو کسانو لپاره یوه ځانګړې کډوالۍ ویزه هم نه ده ورکړل شوې. د امریکا حکومت تر اوسه د دې شمېرې په اړه جلا او تازه رسمي وضاحت نه دی خپور کړی.

 

په پاکستان کې هم هغه افغان کډوال چې امریکا ته د انتقال په تمه دي، د خپلو دوسیو زر بشپړېدو غوښتنه کوي. دوي وايي، چې د نیول کېدو، شړل کېدو او د خپلو دوسیو د نامعلوم برخلیک له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

د سپتمبر ۳۰مې نېټې له رانږدې کېدو سره، په قطر کې د افغان کډوالو د کېمپ د اوسېدونکو لپاره د خوندي ځای، قانوني انتقال او د امریکا د ویزو د بهیر په اړه د روښانه پلان غوښتنه شوې ده. تر اوسه نه د کېمپ د مودې د غځولو او نه هم د ټولو اوسېدونکو د انتقال بشپړ رسمي پلان اعلان شوی دی.