جنېوا کې د افغانستان دايمي استازي ،نصير احمد اندېشه، ویلي دي، چې اوسمهال افغانستان ته د کډوالو د خوندي او داوطلبانه بېرته ستنيدو لپاره مناسب شرايط شتون نلري.

اندېشه ویلي، چې د افغانستان وګړي د هغو کډوالو له سترو ډلو څخه دي چې د لېږد او بیا مېشتېدو اړتیا لري، خو د هغوي لپاره د قانوني کډوالۍ لارې او د هېواد پرېښودو حق ورځ تر بلې محدودېږي.

په هغه اعلامیه کې ،چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د چارو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره د بحث پر مهال ولوستل شوه، اندېشه خبرداری ورکړ چې ځیني اروپايي هېوادونه د طالبانو له رژیم سره د جبري ایستلو لپاره د شکمنو معاملو او راکړې ورکړې په ترسره کولو سره د افغان کډوالو د جبري اخراج خطر زیاتوي.


نوموړي په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو لپاره د بېرته ستنېدو د خورا ناوړه پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل “موږ له ټولو غړو هېوادونو غوښتنه کوو چې دا درک او ومني چې دا مهال په افغانستان کې د خوندي او داوطلبانه بېرته ستنېدو لپاره اړین شرایط شتون نه لري.”

اندېشه زیاته کړه چې د بیا مېشتېدو هغه پروګرامونه ،چې پخوا یې له زیانمنو قشرونو ملاتړ کاوه، اوس ځنډول شوي یا درول شوي دي، او زرګونه کسان یې په درېیمو هېوادونو کې، چې ډېر وخت د توقیف په څېر شرایط لري، سرګردانه پرېښي دي.

نصیراحمد اندېشه ټینګار وکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کډوالو جبري بېرته ستنول، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او هغو کسانو لپاره چې له دې رژیم سره یې مخالفت درلود، د سیستماتیک ځورونې او تعقیب خطر له ځان سره لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اروپا ټولنې استازو ،د جون په ۲۳مه، په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره لیدنه وکړه. د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د اروپا پارلمان غړې، هانا نیومن، بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر د افغان کډوالو په اړه د خبرو لپاره بې‌ معنا نمایش بللی دی. هغې ویلي چې طالبان د تخنیکي مذاکراتو په لټه کې نه دي، بلکې د مشروعیت ترلاسه کول غواړي او په همدې کچه تعامل ته به دوام ورکړي.