جرمني : د ښځو د حقونو افغان فعاله او د طالبانو پخوانۍ زنداني ،ژولیا پارسي، وايي چې له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په جرمني کې په یوه کلیسا کې پناه اخیستې او هلته په سختو شرایطو کې ژوند کوي، ځکه د جرمني چارواکو ترې غوښتي دي چې دغه هېواد پرېږدي.

د امریکا غږ خبریال ولي ارین ،د اګست په ۱۷مه، د ژولیا پارسي له قوله ویلي دي، چې نوموړې وروسته له هغه کلیسا ته پناه یوړه چې د جرمني له لوري ورته د هېواد د پرېښودو خبره وشوه. پارسي وايي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې ژوند په کلیسا کې محدود شوی او د خپل راتلونکي په اړه له سختې بې‌ باورۍ سره مخ ده.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د جرمني چارواکو د پارسي د وتلو پرېکړه پر کوم مشخص حقوقي دلیل کړې، د هغې د پناه غوښتنې دوسیه په کوم پړاو کې ده او که له جرمني ووځي، کوم هېواد ته به ولېږدول شي.

شال نیوز د دغې قضیې په اړه تر اوسه د جرمني د مهاجرت له اړوندو ادارو کومه داسې عامه اعلامیه نه ده موندلې چې د پارسي د قضیې ټول جزییات پکې بیان شوي وي.

په جرمني کې «کلیسايي پناه» د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره یوه بشري لاره ده چې کلیساوې یې د اخراج یا بل هېواد ته د لېږد د خطر پر مهال موقتي ساتنه کوي. خو کلیسايي پناه په خپله د قانوني اقامت حیثیت نه لري او د پناه یا استوګنې وروستۍ پرېکړه د جرمني له دولتي ادارو سره وي.

ژولیا پارسي په افغانستان کې د ښځو د حقونو له پېژندل شوو فعالانو څخه ده. هغې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز ژوند د محدودیتونو پر ضد په اعتراضونو او مدني فعالیتونو کې برخه اخیستې وه.

طالبانو پارسي په ۲۰۲۳م کال کې نیولې وه او نوموړې تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه ووتله. د پارسي تازه وضعیت یو ځل بیا د هغو افغان ښځینه فعالانو ستونزې مخې ته راوړي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته هم د پناه، اقامت او د اخراج له خطرونو سره مخ دي.