کټمنډو/تبت : د نیپال پولیس وايي، چې د دغه هېواد په شمال کې د سختو سېلابونو له امله د مړو تایید شوی شمېر ۴۶۹ ته لوړ شوی دی او نږدې زر نور کسان په نیپال او د چین په تبت سیمه کې لا هم ورک دي. د چارواکو په وینا، په ورکو کسانو کې لږ تر لږه ۵۴۰ بهرني وګړي هم شامل دي.
سېلابونه ،د اګست پر ۲۶مه، د همالیا په غرنیو سیمو کې د یخچال له نړېدو وروسته راغلي وو. د اوبو، خټو او ډبرو زورورې څپې کلي، کورونه، پلونه، سړکونه او د برېښنا ځینې مرکزونه زیانمن کړي دي.
ژغورونکي اوس هم د درنو ماشینونو په مرسته د خټو او ډبرو لاندې د ورکو کسانو لټون کوي. په ځینو سیمو کې د سړکونو او پلونو د خرابېدو له امله امدادي کارونه هم اغېزمن شوي دي. د چین چارواکي وايي، چې د تبت په سرحدي سیمه کې هم لږ تر لږه درې کسان مړه شوي او سلګونه نور ورک دي.
له دې سره یو نوی خطر هم پیدا شوی دی. د خټو او ډبرو له امله د سیند په مخ کې یو لوي طبیعي بند جوړ شوی، چې تر شا یې اوبه راټولېږي. چارواکي وايي، چې که دا بند مات شي نو لاندې سیمو ته یو بل زورور سېلاب تللی شي.
د چین د اوبو چارواکو ویلي دي، چې تمه ده په راتلونکو درېیو ورځو کې شاوخوا درې میلیونه متر مکعب نورې اوبه دغه جهیل ته داخلې شي. د خطر له امله د سیندونو غاړو ته نږدې خلکو ته ویل شوي دي چې لوړو او خوندي سیمو ته ولاړ شي. په ځینو ځایونو کې ژغورنې عملیات هم د لنډ وخت لپاره درول شوي دي.


شال نیوز