کټمنډو : د نیپال چارواکي وايي، چې د همالیا په غرنیو سیمو کې د سختو سېلابونو له امله په دغه هېواد کې د مړو شمېر ۳۸۹ ته لوړ شوی دی. په نیپال او د چین په تبت کې نږدې زر کسان لا هم ورک دي چې لږ تر لږه ۵۴۰ یې بهرني وګړي دي.

 

رویټرز ،د اګست پر ۲۸مه، د نیپالي چارواکو په حواله راپور ورکړی دی چې د ژغورنې ډلې په درنو ماشینونو، هلیکوپټرو او د لټون په سپیو د خټو، ډبرو او نړېدلو ودانیو تر منځ د ورکو کسانو لټون کوي.

 

چارواکي وايي،چې سېلاب ،د اګست په ۲۶مه، د همالیا د یو یخچال د یوې برخې له نړېدو وروسته رامنځته شو. د یخ، ډبرو او خټو لوي بهیر لاندې سیمو ته ورغی او کلي، سړکونه، پلونه او د بجلۍ مرکزونه یې ویجاړ کړل.

 

د نیپال چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د سېلاب له خټو او ډبرو د سیند پر لاره یو طبیعي بند جوړ شوی او تر شا یې اوبه راټولېږي. چارواکي وايي، چی که دغه بند مات شي، لاندې سیمې له یو بل ناڅاپي سېلاب سره مخ کېدی شي.

 

د چین د اوبو وزارت ویلي دي، چې په راتلونکو ورځو کې شاوخوا درې میلیونه مکعب متره اوبه یوې بندې شوې جهیلې ته ورماتېدلی شي. د وزارت په وینا، د سپتمبر د لومړۍ نېټې شاوخوا د اوبو کچه تر ټولو لوړې اندازې ته رسېدلی شي.

 

د نیپال ـ تبت په سېلابونو کې لږ تر لږه ۹۸ کسان مړه؛ سلګونه لا ورک دي
د نیپال ـ تبت په سېلابونو کې لږ تر لږه ۹۸ کسان مړه؛ سلګونه لا ورک دي
د نیپال ـ چین پر پوله خونړی سېلاب: ۱۶۵ کسان مړه او نږدې ۱۵۰۰ لا ورک دي
د نیپال ـ چین پر پوله خونړی سېلاب: ۱۶۵ کسان مړه او نږدې ۱۵۰۰ لا ورک دي

 

د چین دولتي ټلوېزیون سي سي ټي وي وايي، چې په تبت کې ۵۵۸ کسان لا هم ورک دي چې ۲۶۰ یې بهرني وګړي دي. چینايي چارواکو د خطر له سیمو د ځینو کلیو خلک ایستلي او د ژغورنې ډلې یې سیمې ته لېږلې دي.

 

په نیپال کې هلیکوپټرې هغو سیمو ته خوراکي توکي او نورې بیړنۍ مرستې رسوي چې د سړکونو او پلونو د ویجاړېدو له امله له نورو سیمو پرې شوې دي.