د نیپال او چین د تبت پر پوله د سخت سېلاب او خټو د راخوځېدو له امله لږ تر لږه ۱۶۵ کسان مړه شوي او نږدې ۱۵۰۰ نور لا ورک دي. په ورکو کسانو کي سلګونه بهرني سیلانیان هم شامل دي.

 

د پېښې داسې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کي خپرې شوې چې د سېلاب د ناڅاپي زور او پراخې ویجاړۍ اندازه ښيي. رویټرز د ځینو ویډیوګانو کره‌والی تایید کړی دی. په دغو تصویرونو کي خلک د ځان ژغورلو لپاره منډې وهي، په داسې حال کي چې د اوبو، خټو او ډبرو ستره څپه د چین د تبت د ګیرونګ سرحدي سیمې ودانۍ او ګاډي له ځان سره وړي.

 

په نیپال کي پولیسو تر اوسه د ۱۶۵ کسانو جسدونه موندلي دي. د چین سرکاري رسنیو ویلي، یوازې د تبت په اړخ کي ۵۵۸ کسان لا ورک دي چې ۲۶۰ بهرني وګړي هم پکي شامل دي.

 

سېلاب په نیپال کي کلي، کورونه، سړکونه، پلونه او د بجلۍ یو شمېر پروژې ویجاړې کړې دي. په ځینو سیمو کي بجلۍ او مواصلاتي رابطې هم پرې شوې دي. د غرنیو لارو د خرابېدو او د خټو د پراخو غونډیو له امله د ژغورنې ډلې ځینو سخت ځپلو سیمو ته په اسانه نه شي رسېدلی.

 

د پېښې د علت په اړه لومړني راپورونه بېلابېل وو. په پیل کي د ۴ اعشاریه ۴ درجې د یوې زلزلې یادونه شوې وه، خو د امریکا جیولوجیکل سروې وروسته ویلي چې ثبت شوی زلزله‌ییز حرکت د زلزلې له امله نه، بلکې د یخ او ډبرو د یوې سترې برخې د راپرېوتلو له کبله رامنځته شوی و.

 

څېړونکي وايي، د همالیا د یوه ګلېشیر لویه برخه له یخ او ډبرو سره یوځای درې ته راولوېده، سیند یې د لنډ وخت لپاره بند کړ او وروسته یې د اوبو، خټو او ډبرو زوروره څپه لاندې سیمو ته ورماته کړه.

 

په نیپال او تبت کي د ورکو کسانو د موندلو او ژوندي پاتې شویو د ژغورلو عملیات روان دي. چارواکي وايي، د ورکو کسانو د شمېر له امله د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو اندېښنه لا هم شته.