اسلام اباد : د نړۍ د کرکټ ۲۲ پخوانیو مشهورو لوبغاړو، چې ۲۱ پکې د خپلو هېوادونو پخواني کپتانان دي، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ته په یو خط کې غوښتنه کړې ده چې د پخواني وزیراعظم عمران خان طبي معاینه او علاج دې د سپریم کورټ د حکم مطابق بشپړ شي.
د کرکټ نړیوالې وېبپاڼې «ای اېس پي اېن کرک اِنفو» د اګست په ۲۳مه، د راپور له مخې، د خط لاسلیک کوونکو غوښتنه کړې ده چې د سپریم کورټ له خوا ټاکل شوی طبي بورډ، چې د عمران خان خپل ډاکټران هم پکې شامل وي، دې د هغه بشپړه او خپلواکه طبي معاینه وکړي. دوي په ځانګړي ډول د عمران خان د ښۍ سترګې د نظر د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په خط لاسلیک کوونکو کې سنیل ګواسکر، کپل دېو، سټیو وا، ایان چېپل، ګریګ چېپل، الن بارډر، ناصر حسین، مایکل اتهرټن، اېلسټر کوک، ادم ګلکرسټ، ارجونا راناټونګه، کلایو لوایډ، اینډریو سټراس او یو شمېر نور پخواني نړیوال کرکټران شامل دي.
پخوانیو کرکټرانو ویلي دي، چې دوي دا غوښتنه د سیاستوالو په توګه نه، بلکې د عمران خان د پخوانیو همکارانو او سیالانو په توګه کوي او د پاکستان په کورنیو قانوني معاملو کې د مداخلې اراده نه لري.
سپریم کورټ ،د اګست پر ۱۸مه، حکومت ته حکم کړی و چې عمران خان دې د دوو ورځو دننه د اسلام اباد شفا انټرنېشنل روغتون ته د طبي معاینې او علاج لپاره منتقل کړل شي. عدالت دا هم ویلي وو چې د هغه شخصي ډاکټر او خور ډاکټر عظمی خان دې د طبي معاینې او علاج پر مهال ورسره موجود وي.
خو عمران خان وروسته شفا انټرنېشنل روغتون ته د وړلو پر ځای د اسلام اباد سرکاري پمز روغتون ته وړل شوی و او تر څو ساعتونو وروسته بېرته اډیاله جیل ته منتقل کړل شو. راپورونه وايي، چې په پمز کې د هغه لپاره سپارښتل شوې معاینه هم د اړینو اسانتیاوو د نشتوالي له امله ونه شوه.
د عمران خان خور ډاکټر عظمی خان د سپریم کورټ د حکم د نه عملي کېدو په تور د عدالت د سپکاوي درخواست هم جمع کړی دی.
د پخوانیو کرکټرانو په خط کې له حکومت څخه غوښتل شوي دي چې د عمران خان خپلواکه طبي معاینه دې بشپړه کړي، د ډاکټرانو له خوا سپارښتل شوی علاج دې له ځنډ پرته ورته برابر کړي او د سپریم کورټ له خوا منظورې شوې اوونیزې کورنۍ ملاقاتونه دې هم له خنډ پرته جاري وساتل شي.


شال نیوز