اسلام اباد : د پاکستان سپریم کورټ امر کړی دی چې پخوانی وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر ،عمران خان، دې د طبي معاینې او علاج لپاره له اډیاله جېله په اسلام اباد کې شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي. سپریم کورټ دغه حکم ،د اګست پر ۱۸مه، د عمران خان د صحت، طبي اسانتیاوو او له کورنۍ سره د رابطې په اړه د درخواستونو د اورېدنې پر مهال ورکړی دی.
عدالت د جېل چارواکو ته ویلي دي چې عمران خان دې د ماهرو ډاکټرانو تر څارنې لاندې معاینه او علاج شي او د هغه د روغتیايي حالت د معلومولو لپاره دې ضروري طبي اسانتیاوې برابرې کړل شي.
دا حکم وروسته له هغې مخې ته راغلی چې د عمران خان د کورنۍ، وکیلانو او د تحریک انصاف مشرانو د هغه د صحت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې او عدالت د نوموړي د مخکینیو طبي معاینو او علاج ریکارډ هم غوښتی و.
د سپریم کورټ د حکم له مخې عمران خان ته به له خپلو اولادونو سره د ټیلیفون له لارې د خبرو اجازه هم ورکول کېږي. عدالت همدارنګه ویلي دي چې د هغه له کورنۍ سره دې د اوونۍ په بنیاد ملاقاتونو ته اجازه ورکړل شي.
د عمران خان د وکیلانو له خوا په درخواستونو کې دا دریځ خپل شوی و چې نوموړي ته په جېل کې د مناسبې طبي معاینې، شخصي ډاکټر ته د لاسرسي او له کورنۍ سره د رابطې بشپړې اسانتیاوې نه ورکول کېږي.
سپریم کورټ د اورېدنې پر مهال د عمران خان د صحت موضوع مهمه بللې او جېل چارواکو ته یې د عدالتي حکم د عملي کولو لارښوونه کړې ده.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې عمران خان به په شفا انټرنېشنل روغتون کې څومره موده تر طبي څارنې لاندې پاتې کېږي، کومې ځانګړې معاینې به یې کېږي او د علاج له بشپړېدو وروسته به څه وخت بېرته اډیاله جېل ته ولېږدول شي.
د جېل او روغتون چارواکو هم تر دې دمه د هغه د روغتون ته د لېږد د کره وخت، طبي پروګرام او امنیتي انتظاماتو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي.
عمران خان له اګست ۲۰۲۳م راهیسې په جېل کې دی او د هغه پر ضد په بېلابېلو مقدمو کې عدالتي کارروایۍ روانې دي. عمران خان او تحریک انصاف د هغه پر ضد مقدمې سیاسي بولي، خو حکومت دا دریځ ردوي او وايي چې ټولې مقدمې د قانون له مخې په عدالتونو کې روانې دي.
د سپریم کورټ تازه حکم د عمران خان د صحت او په جېل کې ورته د اسانتیاوو په اړه په روانه قانوني لانجه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي. تمه ده چې شفا انټرنېشنل روغتون ته د نوموړي له لېږد وروسته به د هغه د طبي حالت په اړه نور رسمي معلومات هم مخې ته راشي.


شال نیوز