اسلام اباد : د پاکستان د قانون وزیر ،اعظم نذیر تارړ، ویلي دي، چې حکومت به د سپریم کورټ هغه حکم په عدالت کې وننګوي چې له مخې یې چارواکو ته ویل شوي دي چې پخوانی وزیراعظم ،عمران خان، دې له اډیاله جېله د اسلام اباد شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي.
سپریم کورټ ،د اګست پر ۱۸مه، حکم کړی و چې عمران خان دې په دوو ورځو کې روغتون ته ولېږدول شي، شخصي ډاکټر ته دې د هغه د معاینې اجازه ورکړل شي او له خپلو دوو زامنو سره دې په اوونۍ کې دوه ځله ټیلیفوني خبرې وکړی شي.
اعظم نذیر تارړ په همدې ورځ، په یو ویډیويي بیان کې ویلي دي، چې حکومت د عدالتي حکم له ارزونې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی دی چې د پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه وکړي. د هغه په خبره، د قانون له مخې یو سزا شوی بندي باید د جېل دننه یا په دولتي روغتون کې درملنه ترلاسه کړي، نه په شخصي روغتون کې.
د عمران خان ګوند، پاکستان تحریک انصاف، د سپریم کورټ حکم هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې ده چې پرېکړه دې «سمدستي او په بشپړ ډول» عملي شي.
عمران خان له اګست ۲۰۲۳ راهیسې په اډیاله جېل کې بندي دی او کورنۍ او وکیلانو یې په وروستیو میاشتو کې د هغه د روغتیا په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د حکومت له خوا د بیاکتنې غوښتنه ښيي د عمران خان روغتون ته د لېږد بهیر وځنډوي؛ خو تر دې دمه سپریم کورټ خپل پخوانی حکم نه دی بدل کړی.


شال نیوز