اسلام اباد : د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ،عمران خان، د اسلام‌ اباد په پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل سائنسز روغتون کې تر طبي معاینې وروسته بېرته اډیاله جېل ته منتقل کړل شوی دی.

د تازه راپورونو له مخې، عمران خان د جمعې، اګست ۲۱مې، په لومړیو ساعتونو کې له اډیاله جېل څخه د سختو امنیتي انتظاماتو لاندې روغتون ته وړل شوی و. هغه څو ساعته هلته پاتې شو او وروسته بېرته جېل ته منتقل کړل شو.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر ،عطاالله تارړ، ویلي دي چې عمران خان د سترګو، زړه او نورو ناروغیو د ماهر ډاکټرانو له خوا معاینه کړل شو او د ډاکټرانو د ارزونې له مخې «طبي لحاظه فټ» وبلل شو.

حکومت ویلي دي، چې که څه هم سپریم کورټ عمران خان شفا انټرنېشنل روغتون ته د منتقلولو حکم کړی و، خو د شفا روغتون او لارې شاوخوا د تحریک انصاف د کارکنانو د راټولېدو له امله د امنیتي حالاتو په نظر کې نیولو سره نوموړی پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل سائنسز روغتون ته یووړل شو.
 

سپریم کورټ : عمران خان دې له اډیاله جېله شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي
سپریم کورټ : عمران خان دې له اډیاله جېله شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي
پاکستان : حکومت د عمران خان روغتون ته د لېږد د حکم پر ضد اپیل کوي
پاکستان : حکومت د عمران خان روغتون ته د لېږد د حکم پر ضد اپیل کوي


د حکومت په وینا، د شفا انټرنېشنل روغتون ډاکټران هم په طبي معاینه کې شامل وو او د عمران خان خور ډاکټره عظمی خان هم د معاینې پر مهال موجوده وه.

خو د عمران خان کورنۍ او تحریک انصاف د حکومت پر دې اقدام اعتراض کړی دی. هغوي وايي، چې سپریم کورټ په ښکاره توګه حکم کړی و چې عمران خان دې شفا انټرنېشنل روغتون ته منتقل شي او د هغه شخصي ډاکټر فیصل سلطان دې هم د طبي معاینې برخه وي.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ،سهیل افریدي، د عمران خان پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل سائنسز روغتون ته منتقلول د سپریم کورټ د حکم خلاف بللي او ویلي یې دي چې ګوند به په دې اړه عدالت ته مراجعه وکړي.

سپریم کورټ ،د اګست پر ۱۸مه، د ماهر ډاکټرانو د یو بورډ د جوړولو حکم کړی و. په بورډ کې د عامو ناروغیو، جراحۍ، داخله ناروغیو، سترګو او زړه ماهر ډاکټران شاملول ټاکل شوي وو. عدالت دا هم ویلي وو چې د عمران خان شخصي ډاکټر فیصل سلطان او خور ډاکټره عظمی خان دې له طبي معاینې سره تړلې پاتې شي.

د عمران خان د صحت په اړه اندېښنې په ځانګړي ډول د هغه د ښۍ سترګې د ناروغۍ، د وینې د فشار د پورته ښکته کېدو، د زړه تېزې درزا، سر درد او بې‌ قرارۍ له امله زیاتې شوې وې. تر اوسه د اګست ۲۱مې د تازه طبي معاینې مکمل راپور په عامه توګه نه دی خپور شوی.

عمران خان له ۲۰۲۳م کال راهیسې په جېل کې بندي دی. هغه پر ځان لګېدلې مقدمې سیاسي بولي، خو حکومت دا دریځ ردوي.