کابل : د افغان ښځو د ژوند، مبارزې او هغو غږونو د ثبت لپاره چې په تېرو پنځو کلونو کې له عامه ژوند څخه ورو ورو ورک شوي دي، د «د ښځو عامه ارشیف» په نوم یوه پروژه د ښځینه فعالانو، پخوانیو چارواکو او نورو پېژندل شوو افغان ښځو کیسې راټولوي.
فرانسوي ورځپاڼې «لوموند» د اګست پر ۲۰مه، په یو تفصیلي راپور کې لیکلي دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځې نه یوازې له زده کړو، کار او ګڼو عامه فعالیتونو منع شوې، بلکې د ښځو د تېرو دوو لسیزو د حضور او مبارزې د تاریخي حافظې د ورکېدو اندېښنه هم زیاته شوې ده.
د همدې اندېښنې په ځواب کې د افغانو ښځو د ژوند د کیسو د خوندي کولو هڅې روانې دي. په دې لړ کې د «د ښځو عامه ارشیف» پروژه د هغو ښځو اسناد، خاطرې او کیسې ثبتوي چې فعالانې، چارواکې او د مدني ټولنې غړې وې، خو اوس ځینې له هېواده وتلې، له عامه ژوند څخه ورکې شوې او یا وژل شوې دي.
دا هڅه د کاناډا مېشتې افغانې خبریالې زهرا نادر او د هغې تر مشرۍ لاندې د «زن ټایمز» له ژورنالېسټیک کار سره تړاو لري. موخه دا ده چې د افغان ښځو د وروستیو لسیزو تجربه یوازې په لنډمهالو خبرونو کې پاتې نه شي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د افغانستان د تاریخ د یوې برخې په توګه خوندي شي.
د لوموند راپور د افغان ښځو د اوسني وضعیت په اړه وايي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې د ښځو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او عام حضور محدودیتونو د هغوي د ټولنیز ژوند ساحه په بې ساري ډول تنګه کړې ده. راپور د ښځینه معترضانو د نیولو، ځورولو او د هغوي پر کورنیو د فشار بېلابېلې پېښې هم را اخلي.
د «د ښځو عامه رشیف» د جوړوونکو لپاره دا کار یوازې د تېرو پېښو ثبتول نه دي؛ دوي هڅه کوي هغه نومونه، غږونه او تجربې هم خوندي کړي چې د افغانستان له عامه حافظې څخه د ورکېدو له خطر سره مخ دي.


شال نیوز