کراچۍ : په پاکستان کې د سرو زرو بیه ،د اګست په ۲۴مه، یو ځل بیا لوړه شوې او یوه توله سره زر ۴۲۰۰ روپۍ ګران شوي دي. له دې تازه زیاتوالي سره د یوې تولې بیه ۴۸۷ زره او ۱۳۶ روپیو ته رسېدلې ده.
د پاکستان جمز اینډ جیولرز صرافه اتحادیې د معلوماتو له مخې، لس ګرامه سره زر هم ۳۶۰۱ روپۍ ګران شوي او بیه یې ۴۱۷ زره او ۶۴۰ روپیو ته لوړه شوې ده.
تازه نرخونه ښيي چې په پاکستان کې د سرو زرو بیه په تېره یوه اوونۍ کې په څرګند ډول لوړه شوې ده. د اګست پر ۱۷مه یوه توله سره زر ۴۶۱ زره او ۹۳۶ روپۍ وو، خو د اګست پر ۲۴مه یې بیه ۴۸۷ زره او ۱۳۶ روپیو ته رسېدلې ده. په دې حساب، په یوه اوونۍ کې د یوې تولې پر سر ۲۵ زره او ۲۰۰ روپۍ زیاتوالی راغلی دی.
په دې موده کې د سرو زرو نرخ هره ورځ یو شان نه و؛ ځینې ورځې بیه راکمه شوې، خو په مجموعي توګه بازار د پورته تګ پر لور روان پاتې شوی. د اګست پر ۲۰مه یوه توله سره زر ۱۳ زره او ۷۰۰ روپۍ ګران شوي وو، د اګست پر ۲۱مه ۵۲۰۰ روپۍ او د اګست پر ۲۲مه ۵۷۰۰ روپۍ نور زیات شوي وو.
په نړیوال مارکیټ کې هم د سرو زرو بیه لوړه شوې او د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۴۶۴۶ ډالره فی اونس ته رسېدلې ده. د سرو زرو د بیو وروستی زیاتوالی د نړیوالو مالي بازارونو له بې باورۍ، د ډالر له بدلونونو او جیوپولیټیکي اندېښنو سره تړل کېږي. په پاکستان کې د نړیوال نرخ ترڅنګ د روپۍ ارزښت هم د سرو زرو پر ځايي بیه اغېز کوي.
د پاکستان په مارکیټ کې د سپینو زرو بیه بیا بدله شوې نه ده او یوه توله سپین زر په ۷۳۷۹ روپۍ پلورل کېږي.


شال نیوز