پېښور : پولیس وايي، چې د پېښور په بډه بېرې سیمه کې د ترهګرۍ ضد محکمې یو چارواکی د وسله والو په هدفي برید کې وژل شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، پېښه ،د اګست په ۲۳مه، د بډه بېرې پولیس تاڼې په حدودو کې د پسني په سیمه کې هغه مهال شوې ده، چې موټرسایکل سپرو وسله والو پر همایون نومي د ترهګرۍ ضد محکمې چارواکي ډزې وکړې. نوموړی په برید کې ووژل شو او بریدګر له سیمې وتښتېدل.

 

تر پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړه او د بریدګرو د موندلو او نیولو لپاره یې د لټون عملیات پېل کړل. تر اوسه د کومې ډلې له خوا د برید مسئولیت نه دی منل شوی.

 

پولیسو تر دې مهاله د وژل شوي د ترهګرۍ ضد محکمې چارواکي د دندې د نوعیت او د برید د انګېزې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.