اسلام‌ اباد : د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې، یا سي پېک، د افغانستان پر لور د غځولو په اړه یوه تازه تحلیلي څېړنه وايي، چې د پېښور ـ کابل موټروې، د اېم اېل-۱ رېل پټلۍ او نورو سیمه‌ ییزو مواصلاتي پروژو اقتصادي ګټه به تر ډېره په دې پورې تړلې وي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي تجارت څومره باوري او پرله‌ پسې ساتل کېږي.

 

دا لیکنه ،د اګست پر ۲۴مه، د پاکستان د سي پېک د غوره‌ والي مرکز د څېړونکي ،مجتبی ارشد، له خوا خپره شوې ده. نوموړی وايي، چې که د سرحدي شخړو له امله تورخم بیا بیا تړل کېږي، یوازې پر نویو سړکونو او رېل پټلیو پانګونه د سیمې د تجارت ستونزه نه شي هوارولی.

 

د لیکنې له مخې، د افغانستان د سي پېک برخه ګرځولو سیاسي چوکاټ تر دې وړاندې جوړ شوی دی. پاکستان او چین د ۲۰۲۵م کال په مې میاشت کې په بیجینګ کې د درې اړخیزو خبرو پر مهال افغانستان ته د سي پېک د غځولو ملاتړ اعلان کړی و، او وروسته په کابل کې هم پاکستان، چین او افغانستان پر دې همکارۍ ټینګار کړی و.

 

څېړونکی وايي، چې د پېښور ـ کابل موټروې، د اېم اېل-۱ رېل شبکې او د قراقرم لویې لارې په څېر پروژې باید له داسې سرحدي نظام سره یو ځای پر مخ یوړل شي چې مخکې منظور شوي تجارتي مالونه حتی د سیاسي اختلافونو پر مهال هم له پولې تېرېدی شي.

 

په وړاندیزونو کې د ګمرکي اسنادو بشپړ ډیجیټل کول او د چمن په ګډون د نورو سرحدي لارو فعال ساتل هم شامل دي، څو د تورخم د بندېدو په صورت کې ټول تجارت ونه درېږي.

 

راپور وايي، چې د پاکستان له لارې د افغان ټرانزیټ تجارت په وروستیو کلونو کې په څرګند ډول کم شوی دی. د پاکستان د ګمرکونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳م مالي کال کې د افغان ټرانزیټ د کانټینرونو شمېر له سل زرو ډېر و، خو په ۲۰۲۶م مالي کال کې شاوخوا ۱۱ زره او ۵۹۲ ته راټیټ شوی دی.

 

څېړونکی خبرداری ورکوي چې که سوداګر د پاکستان پر سرحدي لارو باور له لاسه ورکړي، د افغانستان او د مرکزي اسیا سوداګر به د ایران او نورو شمالي مواصلاتي لارو استعمال زیات کړي.

 

د لیکنې په وینا، ګوادر او کراچۍ لا هم د افغانستان او د مرکزي اسیا د وچې پورې تړلو هېوادونو لپاره سمندر ته له لنډو لارو څخه دي، خو د دې جغرافیایي برلاسۍ اقتصادي ارزښت هغه وخت پاتې کېدی شي چې سوداګرو ته د لارې د پرانیستي پاتې کېدو باور ورکړل شي.