پکتيکا : د افغانستان د پکتيکا ولایت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه څلور کلنه دښمني ،د اګست په ۲۴مه، په روغه جوړه پای ته رسېدلې ده، چې په ترڅ کې یې شپږ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي وو.

 

د پکتيکا د سرحدونو، قامونو او قبايلو چارو رياست وايي، چې د ديني عالمانو، قامي مشرانو، مخورو او جرګه‌ مارو په پرله‌ پسې هڅو دواړه لوري جوړجاړي ته چمتو شوي دي.

 

د چارواکو په وينا، د تېرو څلورو کلونو پر مهال د دواړو کورنيو ترمنځ په شخړو کې د شپږو کسانو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو ترڅنګ، دواړو خواوو ته مالي زيانونه هم اوښتي وو او د کورنيو ترمنځ تربګني نوره هم زياته شوې وه.

 

چارواکي وايي، چې د موضوع تر څېړلو وروسته له دواړو لوريو سره جلا جلا خبرې وشوې او هغوي يو بل ته پر بښنې او د شخړې پر ختمولو سلا شول.

 

د جرګې په پای کې دواړه کورنۍ يو بل ته غاړه وتلې او ژمنه یې کړې چې له دې وروسته به پخوانۍ دښمني نه غځوي او خپلمنځي ستونزې به د خبرو او جرګې له لارې هواروي.