پنجشېر : د افغانستان د ملي مقاومت جبهې یو لوړپوړی قوماندان ،حسیب پنجشېری، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و، له وژل کېدو څلور ورځې وروسته ،د اګست په ۲۴مه، دوشنبه په پنجشېر کې خاورو ته سپارل شوی دی.
سرچینو شال نیوز ته ویلي دي، چې د حسیب پنجشېري مړی د دوشنبې په سهار د هغه کورنۍ ته وسپارل شو. د سرچینو په وینا، د مړي تر سپارلو مخکې د جنازې د مراسمو لپاره شرطونه اېښودل شوي وو؛ پکې د شعارونو نه ورکول، د عکسونو او ویډیوګانو نه اخیستل او د مراسمو محدود ساتل شامل وو. د دغو شرطونو په اړه طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
سرچینې وايي، چې مړی له سپارلو وروسته د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ زمانکور کلي ته یووړل شو، هلته د جنازې لمونځ وشو او شاوخوا د سهار پر نهو بجو خاورو ته وسپارل شو. د سرچینو په وینا، له محدودیتونو سره سره د سیمې سلګونو اوسېدونکو او د هغه خپلوانو په جنازه کې ګډون کړی و.
حسیب پنجشېری ،د اګست پر ۲۰مه، د شمالي سالنګ په سیمه کې وژل شوی و. د ملي مقاومت جبهې سیاسي مسئول عبدالله خنجاني هماغه ورځ د هغه وژل کېدل تایید کړي وو. د جبهې په وینا، حسیب پنجشېری د دې ډلې له قوماندانانو څخه و.
سرچینو شال نیوز ته ویلي دي، چې حسیب پنجشېری له دوو نورو کسانو سره د طالبانو په یو کمین کې وژل شوی و او د مړو د سپارلو لپاره د پنجشېر یو شمېر ځایي کسانو منځګړیتوب کړی و. د مقاومت جبهې ته نږدې سرچینې وايي، چې په دې پېښه کې یو شمېر نور کسان هم نیول شوي، خو د نیول شویو کره شمېر او هویت په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د حسیب پنجشېري تر وژل کېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې وې چې د مقاومت جبهې په وینا، د هغه له مړي سره نامناسب چلند ښيي. جبهې له یوناما او نړیوالو بشري حقونو ادارو غوښتي چې د دې دعوې څېړنه وکړي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د مړي د سپارلو د شرطونو، د جنازې پر مراسمو د محدودیتونو او د نیول شویو کسانو د شمېر په اړه تفصیلي رسمي بیان نه دی خپور کړی.


شال نیوز