کابل : سرچینې وايي، چې طالبانو د ملي مقاومت جبهې د قوماندان ،حسیب پنجشېري، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و، مړی ،د اګست په ۲۴مه، سهار په مشروط ډول د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

 

د راپورونو له مخې، طالبانو ،د اګست په ۲۳مه، د حسیب پنجشېري مړی له چاریکار څخه کابل ته انتقال کړی و او وروسته یې کورنۍ ته د سپارلو لپاره ځینې شرطونه اېښي وو.

 

سرچینې وايي، چې په دغو شرطونو کې شامل دي چې د جنازې او خاورو ته د سپارلو پر مهال به شعارونه نه ورکول کېږي او د مراسمو عکسونه او ویډیوګانې به نه اخیستل کېږي.

 

تر دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ هم د هغه د مړي د سپارلو لپاره د هڅو خبر ورکړل شوی و، خو په دې اړه د کمېټۍ تازه رسمي بیان تر اوسه نه دی موندل شوی.

 

حسیب پنجشېری د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې له قوماندانانو څخه و. د ملي مقاومت جبهې ،د اګست پر ۲۰مه، د زمري پر ۲۹مه، د هغه وژل کېدل تایید کړي وو. راپورونه وايي، نوموړی د شمالي سالنګ په سیمه کې د طالبانو د عملیاتو پر مهال وژل شوی و.

 

افغانستان : حسیب «قوای مرکز» ووژل شو؛ مقاومت جبهې او طالبانو یې مرګ تایید کړ
افغانستان : حسیب «قوای مرکز» ووژل شو؛ مقاومت جبهې او طالبانو یې مرګ تایید کړ
افغانستان : د طالبانو د حکومت ویاند د وژل شویو مخالفینو له جسدونو سره ناسم چلند مني
افغانستان : د طالبانو د حکومت ویاند د وژل شویو مخالفینو له جسدونو سره ناسم چلند مني
حسیب، رومل او عتیق پنجشیري څنګه ووژل شول؟ د شمالي سالنګ د پټ برید تر شا پټه کیسه
حسیب، رومل او عتیق پنجشیري څنګه ووژل شول؟ د شمالي سالنګ د پټ برید تر شا پټه کیسه

 

د هغه تر وژل کېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یوه لنډه ویډیو خپره شوه چې ظاهراً یو طالب وسله‌ وال پکې د حسیب پنجشېري مړی له وېښتانو کشوي. د دویچه‌ وېله په وینا، د دې ویډیو کره‌ والی په خپلواکه توګه نه و تایید شوی، خو خپرېدو یې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

 

د ملي مقاومت جبهې او یو شمېر افغان سیاسي څېرو له مړي سره دغه چلند غندلی او د دې پېښې د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

 

حسیب پنجشېري د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت له ادارې سره هم کار کړی و او د ۲۰۲۱م کال له سیاسي بدلون وروسته د طالبانو پر ضد له ملي مقاومت جبهې سره یوځای شوی و.