کابل : د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌ الله مجاهد، د هغو ویډیوګانو په اړه ،چې د وژل شویو مخالفینو له جسدونو سره د طالبانو د ځواکونو ناسم چلند پکې ښکاري، ویلي دي چې دغه ویډیوګانې ښیي سمې وي او د جګړې پر مهال د دوي ځواکونو دا ډول چلند کړی وي.

 

مجاهد د جمعه‌ خان فاتح د کسانو له جسدونو سره د ناسم چلند د یوې ویډیو په اړه ویلي: «طبعاً دا ویډیو پوځیانو د جګړې پر مهال ثبت کړې ده، ښيي دقیقه وي، خو هغوي ښيي خپل چلند ته متوجه نه وو. دویم دا چې د جګړې پر مهال پوځیان احساساتي وي.»

 

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د مخالفو وسله‌ والو له جسدونو سره د ناسم او سپکوونکي چلند څو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

 

د مقاومت جبهې د قوماندان حسیب پنجشیري، مشهور په «حسیب قوای مرکز»، تر وژل کېدو وروسته هم یوه ویډیو خپره شوې ده چې د هغه جسد پکې پر ځمکه پروت ښکاري او یو وسله‌ وال یې له ویښتانو نیسي. د ویډیو د ثبت د وخت، ځای او بشپړ حالت خپلواک تایید لا نه دی شوی.

 

د افغانستان د جمعیت اسلامي مشر ،صلاح‌ الدین رباني، د دغو انځورونو په غبرګون کې ویلي دي، چې له وژل شویو کسانو سره بې‌ حرمتي د انساني او اخلاقي اصولو خلاف ده. رباني ویلي: «دغه ډول چلند د طالبانو د عقدې او وحشیانه ذهنیت نښه ده.»

هغه زیاته کړې چې له بې‌ جانه جسدونو سره سپکوونکی چلند د اسلامي او انساني اخلاقو له بنسټیزو اصولو سره ټکر لري.
 

افغانستان : حسیب «قوای مرکز» ووژل شو؛ مقاومت جبهې او طالبانو یې مرګ تایید کړ
افغانستان : حسیب «قوای مرکز» ووژل شو؛ مقاومت جبهې او طالبانو یې مرګ تایید کړ


د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، په وسله‌ والو شخړو کې د وژل شویو کسانو د جسدونو درناوی لازمي دی. د ژنیوا د کنوانسیونونو ګډه درېیمه ماده ظالمانه، سپکوونکی او د شخصي کرامت خلاف چلند منع کوي.

 

د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ د عرفي نړیوال بشردوستانه قانون ۱۱۳مه قاعده هم په نړیوالو او غیرنړیوالو وسله‌ والو شخړو کې د مړو د جسدونو مثله کول منع ګڼي.


د طالبانو له خوا د مخالفینو له جسدونو سره د ناسم چلند په اړه پخوا هم راپورونه ورکړل شوي دي. په ۱۹۹۶م کال کې کابل ته د طالبانو تر ننوتلو وروسته پخوانی ولسمشر ،ډاکټر نجیب‌ الله، او د هغه ورور ووژل شول او جسدونه یې د کابل په اریانا څلورلارې کې وځړول شول.

 

د پخواني جمهوري حکومت د جګړې په کلونو کې هم داسې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې وې چې پکې د وژل شویو امنیتي سرتېرو له جسدونو سره سپکوونکی چلند ښودل کېده.

 

د بشري حقونو فعالان وايي، چې تازه خپرې شوې ویډیوګانې باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي او د ثبت ځای، وخت، بشپړ حالت او د ښکېلو کسانو هویت یې معلوم کړل شي.

 

د دوي په وینا، که ثابته شي چې له جسدونو سره قصدي سپکوونکی یا د مثله کولو چلند شوی، دا د نړیوال بشردوستانه قانون سرغړونه بلل کېدی شي او په مشخصو حالاتو کې د عاملینو د قانوني مسؤلیت سبب هم کېدی شي.

 

دغه بحث په داسې وخت کې بیا راپورته شوی دی چې په بدخشان او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو د ځواکونو او مخالفو وسله‌ والو ترمنځ د نښتو او له نیول شویو یا وژل شویو کسانو سره د چلند په اړه هم بېلابېل راپورونه خپرېږي.