اورکزي : امنیتي سرچینې وايي، چې د اورکزو ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات روان دي او د وسله والو د څار او په نښه کولو لپاره پرمختللي ډرونونه هم کارول کېږي.
سرچینو ،د اګست په ۲۴مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې په وروستیو هدفي عملیاتو کې یو شمېر وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی ښودلی. د دغو دعوو خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.
له عملیاتو سره تړلې یوه خپره شوې ویډیو، چې له هوا څخه ثبت شوې ښکاري، یو موټر او یو شمېر کسان ښيي. پر ویډیو لیکل شوي متن کې دعوه شوې ده چې د وسله والو یو تېز روان موټر د ډرون له لارې په توغول شوې وسلې ویشتل شوی دی.
په ویډیو کې دا هم دعوه شوې ده چې وروسته هغه کسان تر څار لاندې نیول شوي دي چې د وژل شویو ملګرو د مړو د انتقال هڅه یې کوله. د ویډیو د ثبت وخت، دقیق ځای او د صحنو بشپړ حقیقت په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
په یوه بله صحنه کې له یوې چاودنې وروسته لوګي پورته کېږي. امنیتي سرچینې وايي، چې د پاتې وسله والو او د هغوي د اسانتیا برابروونکو پر ضد د عملیاتو ساحه پراخه شوې او کارروایۍ تېزې شوې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ایي اېس پي ار، د اګست پر ۲۱مه، ویلي وو چې په بنو، شمالي وزیرستان، اورکزو او خیبر کې د څو استخباراتي عملیاتو پر مهال ۱۲ وسله وال وژل شوي وو. ادارې ویلي وو چې له وژل شویو کسانو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي، خو د هرې ضلعې جلا شمېر یې نه و ورکړی.
په اورکزو کې د ډرونونو د کارولو راپورونه په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د خیبر پښتونخوا په ځینو ناامنو سیمو کې د ډرون ټکنالوژۍ استعمال زیات شوی دی.
امنیتي سرچینې وايي، چې په اورکزو کې به د وسله والو د پټو مرکزونو، تګ راتګ او د ملاتړ شبکو پر ضد عملیات دوام ولري. تر اوسه د وروستیو عملیاتو د مرګ ژوبلې، دقیقو ځایونو او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه بشپړ رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز