اورکزي : په اورکزو ضلعه کې ،د اګست په ۱۸مه، د امن او امان د ټینګښت، د ولسي ستونزو د حل او د سیمې د پرمختیا په موخه یوه لویه جرګه شوې ده، چې پکې قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، سیمه‌ ییزو مخورو او د بېلابېلو حکومتي ادارو استازو ګډون کړی دی.

په جرګه کې د سیمې پر امنیتي صورتحال، د خلکو پر ستونزو او پرمختیايي چارو تفصیلي خبرې وشوې. ډپټي کمشنر یوسف علي مومند، ونګ کمانډر کرنل عاطف او ضلعي پولیس افسر شوکت علي جرګې ته وویل، چې په سیمه کې تلپاتې امن یوازې د انتظامیې، پولیسو، امنیتي ادارو او ولس په ګډه همکارۍ ممکن دی.

چارواکو وویل، چې ټولې اړوندې ادارې د هغو عناصرو د هڅو د شنډولو لپاره په ګډه کار کوي چې غواړي د سیمې امن خراب کړي. په جرګه کې قبایلي مشرانو او دیني عالمانو هم ژمنه وکړه، چې د امن د ټینګښت او د ولسي ستونزو د حل لپاره به له انتظامیې، پولیسو او امنیتي ادارو سره خپله همکاري جاري ساتي.

د جرګې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د امنیت ترڅنګ باید د اورکزو د خلکو بنیادي ستونزو، پرمختیايي منصوبو او عامه اسانتیاوو ته هم پاملرنه وشي، څو په سیمه کې د امن ترڅنګ د خلکو د ژوند حالات هم ښه شي.