هنګو / اورکزي : امنیتي سرچینو د اګست په ۲۳مه ویلي دي، چې په هنګو او اورکزو ضلعو کې د «اپریشن ۱۱ ګرج» په نوم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي او د دوي په دعوه، تر اوسه پکې پنځه وسله وال وژل شوي او نهه تر لسو نور ژوبل شوي دي.
د سرچینو په خبره، د اورکزو په بېلابېلو سیمو کې د لټون او سیمو د پاکولو عملیات لا هم دوام لري. چارواکي دعوه کوي چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو یو شمېر پټنځایونه محدود کړل شوي او د هغوي د تګ راتګ لارې هم بندېږي.
امنیتي سرچینې وايي، چې د هنګو او اورکزو په عملیاتو کې هڅه کېږي چې وسله وال بیا منظمېدو او په سیمه کې د فعالیت پراخولو ته پرې نه ښودل شي.
سرچینو زیاته کړې ده چې په سیمه کې د عملیاتو د لا تېزولو پرېکړه شوې او د لټون او پاکولو بهیر تر بشپړېدو پورې به کارروایۍ روانې وي.


علي افضل افضال