واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د انصاف یوت ونګ مشرانو د واڼا په ضلعي پرېس کلب کې په یوه خبري غونډه کې د عمران خان د صحت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغه د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

 

غونډې ته ضلعي صدر نذیر احمد او نورو مشرانو وویل، چې عمران خان ته باید مناسبې طبي اسانتیاوې برابرې او د درملنې لپاره شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي.

 

دوي د عمران خان د صحت په اړه حکومتي غفلت غندلی او اعلان یې کړی دی چې د سپتمبر پر ۲۷مه به احتجاج کوي. مشرانو ویلي دي، چې د هرې ناخوښې پېښې مسؤلیت به پر حکومت وي.