دته خیل : د شمالي وزیرستان د دته خېلو تحصیل په خدرخېل مرکزي بازار کې ځايي خلکو، زده‌ کوونکو، ځوانانو او د سول سوسایټۍ غړو د منظور شوي سرکاري ډګري کالج د ځای د مبینه بدلولو پر ضد احتجاج کړی دی.

 

احتجاج کوونکي وايي، چې د دته خېلو لپاره منظور شوی ډګري کالج باید د تحصیل په مرکزي دفتر، دته خېل کې جوړ شي، ځکه د دوي په وینا، دا ځای د تحصیل د بېلابېلو کلیو او سیمو زده‌ کوونکو ته نسبتاً نږدې او د تګ راتګ لپاره اسانه دی.

 

دوي دعوه کوي چې د کالج ځای له دته خېلو څخه لانډ محمد خېل ته د منتقلولو هڅې روانې دي، چې له امله یې د لیرې پرتو سیمو ګڼ زده‌ کوونکي له ستونزو سره مخ کېدی شي.

 

مظاهره چیانو وویل، چې شمالي وزیرستان له پخوا راهیسې د لوړو زده‌ کړو له محدودو اسانتیاوو سره مخ دی او د سیمې غریبو او لیرې پرتو کلیو زده‌ کوونکو لپاره د نږدې کالج موجودیت ډېر مهم دی.

 

د احتجاج ګډونوالو له حکومت او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې ده چې د کالج د ځای په اړه هره پرېکړه دې د ځايي خلکو، زده‌ کوونکو، والدینو او د سول سوسایټۍ له سلا مشورې وروسته وشي.

 

دوي دا هم غوښتنه کړې ده چې د دته خېلو لپاره منظور شوی سرکاري ډګري کالج دې په دته خېل تحصیل مرکزي دفتر کې جوړ او د ځای د بدلولو په اړه دې د خلکو اندېښنې په ښکاره او شفاف ډول حل کړل شي.

 

تر اوسه د اړوندو حکومتي چارواکو له خوا د کالج د ځای د مبینه بدلون په اړه رسمي دریځ مخې ته نه دی راغلی.