د خېبرپښتونخوا په بنو ښار کې نن د قامي مشرانو په غوښتنه بشپړ شټر ډاون هړتال او احتجاجي پرلت دوام لري، چې زرګونه خلک پکې ګډون لري او د امن غوښتنه کوي.
دا احتجاج د روانې بدامنۍ، هدفي وژنو، تښتونو او پرلهپسې چاودنو پر ضد پېل شوی، هغه پېښې چې د سیمي د خلکو ورځنی ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.
دا هم وګورۍ: بنوں: د ډومېل په برام خېلو کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد کې درې سرتېري وژل شوي دي
بنو کی ډزې، دوه ایف سي سرتېري وژل شوي
احتجاج کوونکي د پولیس لاین چوک کې راټول شوي دي، چې د “امن چوک” په نوم هم پېژندل کېږي او د میرام شاه سړک پر مهمه لار موقعیت لري. دا سیمه د ښار له مرکزي او حساسو ټکو څخه شمېرل کېږي.
ځايي سرچیني وايي چې د هړتال له امله ښار کې ورځنی ژوند په ټپه ولاړ دی، ټرانسپورټ اډې، دوکانونه، مارکیټونه او شخصي تعلیمي ادارې ټولې تړلې پاتې دي.
قامي مشران وايي چې په سیمه کې د امنیت خراب وضعیت نور د زغملو نه دی. د دوي په وینا، تښتونې، هدفي وژنې او چاودنې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي او خلک یې له دوامداره وېرې سره مخ کړي دي.
دوي دا هم ویلي، چې خپلې غوښتنې یې د اپیکس کمېټۍ ته وړاندې کړې وې او هلته منل شوې هم دي، خو تر اوسه پرې عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.
د احتجاج کوونکو مهمې غوښتنې دا دي چې په سیمه کې دې امن ټینګ شي، تړلي سړکونه دې خلاص شي او له نویو پوځي عملیاتو دې ډډه وشي.
تر دې دمه د حکومت له لوري د دې احتجاج په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند شوی، خو امنیتي ځواکونه په سیمه کې په چمتو حالت کې دي.

صفدر داوړ