د بنو په کرم ګړئ اډه سیمه کی موټرسايکل سپرو ناڅرګندو وسله والو د وفاقي کانسټېبلري (ايف سي) دوه سرتېري وژلي دي۔

 

پوليس وايي، پېښه د کينټ تاڼي په حدودو کی شوې، چرته چې وسله والو پر سرتېرو ډزې کړې دي۔

 

د پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او درنه نفري د پېښې ځای ته رسېدلې ده۔ د وژل شوو سرتېرو مړي د پوسټ مارټم لپاره سي ايم ايچ بنو کينټ ته منتقل کړی شوي دي۔

 

دا هم وګورۍ: بنوں: د ډومېل په برام خېلو کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد کې درې سرتېري وژل شوي دي 

 

پوليس او امنيتي ادارې وايي چې د پېښې وروسته په سیمه کی د لټون عمليات روان دي۔

 

چارواکو د وژل شوو سرتيرو شناخت د سپاهي رحمن الله او حوالدار روح نياز په  نامه کړی۔ 
تر دی دمه کومی وسله والې ډلې د دې وژنو ذمه  واری نه ده اغیستې۔