بنوں (شال نیوز): په بنو کې امنيتي سرچينو شال نيوز ته ويلي چې د اپرېل په ۱۸مه شاوخوا د ماسپښين په دوه نيمو بجو د ډومېل په برام خېلو کې د انډس هاي وی پر سړک د امنيتي ځواکونو پر کاروان زورور بريد شوی دی۔
د چارواکو په وينا، د امنيتي ځواکونو هغه کاروان، چې له پېښوره بنو ته روان و، د بارودي موادو د لېږد ګاډي هم پکې شامل وو، چې د لارې په منځ کې پرې د موټر دننه ځای پر ځای شوي بارودي توکو چاودنه وشوه۔
په دې پېښه کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي، چې پکې د يو ټپي حالت نازک ښودل شوی، او نور له خطره بهر بلل کېږي۔
امنيتي چارواکو د پېښې جزیات او د وژل شويو او ټپيانو په اړه معلومات شال نيوز ته د نوم نه ښودلو په شرط ورکړي دي۔
چارواکي وايي چې د پېښې وروسته ژغورنې ډلې او امنيتي ځواکونه سمدستي سيمي ته رسېدلي، ټپیان يې نږدې روغتون ته لېږدولي او سيمه يې کلابنده کړې ده، او د پېښې په اړه پلټنې پېل شوې دي۔
د چاودنې له امله د انډس هاي وی پر سړک تګ راتګ هم د يو وخت لپاره ځنډېدلی و۔
يوې وسلوالې ډلې «اسود الحرب» ادعا کړې چې دا يو ځانمرګی بريد و، خو ځايي عيني شاهدان او امنيتي سرچيني وايي چې پېښه د سړک پر غاړه د ايښودل شويو بارودي موادو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
په روانه میاشت کې د ډومېل په سیمه کې دا دویم لوي برید دی. د اپرېل په ۲مه، د دې سیمي په یوه پولیس تاڼه باندې شوي ځانمرګي برید کې د نږدې یو کور پنځه کسان وژل شوي و.

صفدر داوړ