غلام اکبر مروت / مصطفی خان، شال نيوز
د بنو پوليسو وياند آصف حسين شال نيوز ته ويلي چې د ټاون تاڼې اړوند جھنډوخېل سيمه کې نامعلومو وسلوالو درې پولیو کارکوونکي تښتولي دي.
د هغه په وينا، تښتول شوي کسان کريم الله، مشکوٰۃ الله او شاهزېب دي، چې د پولیو مهم کمپاین سره تړلي وو. پوليس وايي، دغه کسان د دواړ کالونۍ، جھنډوخېل کې د بي اېچ يو غازي مرجان له مرکز څخه وسلوالو له ځان سره بوتلي دي.
آصف حسين زياته کړه چې د پېښې نه وړاندې د پولیو ټيم انچارج د پوليسو امنيتي مرسته بېرته ستنه کړې وه او اندېښنه يې څرګنده کړې وه چې د پوليسو موجوديت ښايي د پولیو ټيمونو لپاره خطر زيات کړي. پوليسو سيمه کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پيل کړي دي.
بلخوا، د خېبر پښتونخوا د هنګو ضلع کې هم د پولیو ټيم پر ضد بله پېښه رامنځته شوې ده.
پوليس وايي چې د پولیو ټيم سره پر ډيوټۍ موجود يو پوليس کانسټېبل، انس، د نامعلومو وسلوالو په ډزو ټپي شوی دی. هغه سمدستي د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوی دی.
دا هم وګورۍ: هنګو: د پولیو پر امنیتي ساتونکو باندې برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي
د هنګو ايس ډي پي او مجاهد حسين ويلي چې د پېښې وروسته د ملزمانو پر ضد د لټون عمليات پيل شوي او د هغوی د نيولو لپاره په غرنيزو سيمو کې هم تعقيبي عمليات روان دي.
د پوليسو په وينا، ټپي شوي اهلکار په ځوابي ډزو سره د پولیو ټيم خوندي ساتلی او له ستر زيان څخه يې ژغورلی دی. تر دې مهاله د دواړو پېښو ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې.

شال نیوز