د واڼې د بازار شور لا نه وو غلی شوی چې د یوې زورورې چاودنې لوګي د خانزاده مارکیټ فضا توره کړه. د دوکانونو رپېدلې دروازې، د خلکو منډې، د زخمیانو چیغې او پر سړک خورې وینې، د وزیرستان هغه زخم بیا تازه کړ چې له کلونو راهیسي نه دی رغېدلی.
د دې برید تر ټولو دروند تاوان یوازې درې جنازې نه وې، بلکې د احمدزي وزیر قبیلې د جرګې، روایت او قبایلي توازن یوه مهمه ستنه هم ونړېده.
چیف آف احمدزي وزیر، ملک طارق وزیر ووژل شو
هغه سړی چې د احمدزي وزیر په قبایلي جوړښت کې یوازې یو نوم نه وو، بلکې د ګڼو کورنیو ترمنځ د باور رشته، د جرګو د پرېکړو اواز او د یو لرغوني قبایلي نظام د بقا نښه ګڼلی کېده.
په وزیرستان کې هر څوک وسله نه شي پورته کولی، او نه هر څوک د زرګونو خلکو ترمنځ “چیف ملک” بلل کېږي. دا مقام یوازې د کورنۍ په نوم نه پاتې کېږي، بلکې د زغم، جرګې، خاموشه حکمت او د خلکو د باور په اوږو ولاړ وي. ملک طارق وزیر د همداسې روایت وارث و.
هغه د زلي خېل د يارګل خېل څانګې سره تعلق لرلو، او د ارواښاد چیف ملک بسمه الله خان زوې وو. تر دې وړاندې د دوي کورنۍ د ملک بانګول وزیر له وخته د احمدزي وزیر د لویو جرګو او قبایلي پرېکړو مرکز پاتې شوې وه.
کله چې په ۲۰۲۴ کال کې ملک بسمه الله وفات شو، نو د قبیلې مشرانو د روایت لمخې پګړۍ د ملک طارق پر سر کېښوده. دا یوازې د ټوکر یوه پګړۍ نه وه؛ دا د زرګونو خلکو د باور، د پرېکړو د وزن او د یو حساس قبایلي توازن مسولیت و.
ملک طارق وزیر د دودیزو قبایلي مشرانو په څېر یوازې په حجره کې ناست مشر نه وو. هغه د نوي او زاړه وزیرستان ترمنځ د رابطې یو مهمه کړۍ ګڼل کېده. په جرګو کې یې د سختو خبرو پر مهال نرم انداز خپلولو، د قهرجنو کورنیو ترمنځ یې د روغې جوړې لارې لټولې او د قامي اختلافاتو د پراخېدو مخه یې نیوله.
د احمدزي وزیر قبیله، چې د سویلي وزیرستان له لویو او اغېزناکو قبایلو ګڼل کېږي، یوازې په وسلو او غرونو نه ده ولاړه؛ د دې قبیلې اصل قوت د خپلو اړیکو، جرګو، دودونو او داخلي نظم په هغه ټولنیز تار کې دی، چې نسلونو ساتلی دی. داسې قبایلي جوړښتونه اکثر د یو یا څو باوري مشرانو پر شخصیتونو ولاړ وي. کله چې دغه کسان له منځه ولاړ شي، نو یوازې یوه کورنۍ نه، بلکې د ټولنیز توازن یوه کړۍ ماته شي.
د سیمي خلک وایي، ملک طارق هغه مشر وو چې حکومت او ولس دواړو ورسره رابطه ساتله. د ده حجره د اختلافونو د حل ځای ګڼل کېده. ځوانان به ورته د مشورې لپاره ورتلل او مشرانو به یې خبرې د وزن وړ بللې.
هغه لسم پورې تعلیم کړی وو، خو په وزیرستان کې هره پوهه په کتاب نه اندازه کېږي. د خلکو په منځ کې د هغه اصل قوت د خبرو باور وو. هغه زميندار وو، د مڼو باغونه یې لرل، د خپلې سیمي له خلکو سره یې ناسته پاسته لرله او د عام ولس د ژوند له ستونزو خبر وو.
شاوخوا یو کال وړاندې هغه تښتول شوی هم وو، خو تر خوشي کېدو وروسته یې بیا هم له ولسه فاصله وانخیسته. ځیني خلک وایي، هغه پوهېده چې وزیرستان د وېرې او خاموشۍ په پړاو کې داخلېږي، خو بیا یې هم د قامي اړیکو دا رشته پرې نه ښوده.
اوس د هغه له وژل کېدو وروسته د احمدزي وزیر قبیله یوازې د غم په ټغر نه ده ناسته، بلکې د یوې نوې پوښتنې سره مخ ده: د دې قبایلي توازن راتلونکی به څوک سمبالوي؟
په وزیرستان کې د قبایلي مشر وژل یوازې یو فردي هدف نه وي؛ دا اکثر د ټولنې پر هغه نرم جوړښت برید وي چې جرګې، منځګړتوب او قامي نظم پرې ولاړ وي. ځکه د ملک طارق وزیر مرګ به یوازې د یارګل خېل یا د هغه د کورنۍ غم نه وي، بلکې د احمدزي وزیر د قبایلي سیاست، داخلي وحدت او سیمه ییز اثر پر راتلونکو حالاتو هم اغېز کولی شي.
نن چې د شاهین ورسک په هدیره کې به زرګونه خلک د هغه جنازې ته ولاړ وي، نو ډېر کسان به یوازې یو مړی خاورو ته نه سپاري، بلکې د وزیرستان د هغې خاموشه قبایلي زمانې د کمزورې کېدو احساس به هم ورسره کوي؛ هغه زمانه چې جرګه د ټوپک نه لویه ګڼل کېده، او د مشر خبرې د سلګونو وسلو مخه نیولی شوه.

ظفر وزير