د احمدزي وزيرو د بېلابېلو خېلونو مشرانو او قبیلو سپين ږيرو، د وژل شوي قبایلي مشر ملک طارق خان وزير تر جنازې وروسته د قامي دود او دستور له مخې د مشرۍ پګړۍ د هغه د ورور معين الدين پر سر کېښوده او هغه يې د احمدزي وزيرو نوی مشر وټاکه.
د سيمي سرچينو شال نيوز ته ويلي، چې د خوجل خېل، توجي خېل، زلي خېل، ګنګي خېل او سرکي خېل په ګډون د احمدزي وزيرو د نهو قبیلو مشرانو په ګډه دا پرېکړه کړې ده. د قبایلي دود له مخې، کله چې د يو قبایلي مشر مړينه وشي، نو د مشرۍ پګړۍ د جنازې پر مهال د هغه مشر زوې ته ور په سر کېږي، خو د ملک طارق خان وزير زامن واړه دي، ځکه مشرانو د مشرتابه دا ذمه واري د هغه ورور معين الدين ته سپارلې ده.
قبایلي مشرانو د جنازې پر مهال ويلي، چې د احمدزي وزيرو قبایلي يووالی، روايات او د مشرۍ تسلسل به همداسې روان ساتل کېږي.
ملک طارق خان وزير د مې په اتلسمه د کوز سويلي وزيرستان د واڼا ښار په خانزاده مارکېټ کې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی و. د هغه وژنې په سيمه کې ژور خفګان او اندېښنې راپارولې دي.
د دغه برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

ظفر وزير