دا يواځې د يو سياستوال د خونديتوب پوښتنه نه ده، بلکې د پښتنو د سياسي راتلونکي، د عدم تشدد د لارې، د خدايي خدمتګار تحريک د فکر او د هغه غږ پوښتنه ده، چې له تېرو څو لسيزو راهیسي د جګړې، ويني تويېدو او وسلوالې تندلارې پرضد ولاړ دی. ځکه چې کله میاں افتخار حسین ته دا وويل شي چې له خلکو لرې اوسئ، خپل تګ راتګ کم کړئ، په اولسي غونډو کې ګډون مه کوئ او خپل ژوند محدود کړئ، نو دا خبره يواځې د يو تن په اړه نه وي، بلکې د يو سياسي او فکري روايت د تنګولو هڅه هم ښکاري.

 

میاں افتخار حسین د پښتون سياست هغه نوم دی چې شخصيت يې يواځې د يو ګوند يا څوکۍ پورې محدود پاتې شوی نه دی. هغه د هغو خلقو له ډلې دی چې خپل ژوند، قربانۍ او سياسي مبارزه يې د ولس د ياد برخه ګرځولې ده.

 

په دې خاوره کې چې کلونه کلونه د چاودنو، ځانمرګي بريدونو، هدفي وژنو او ويرې سيوری خپور و، هلته د سولې، زغم او اولسي يووالي خبره کول آسان کار نه وو، خو میاں افتخار حسین دا لار پرې نه ښوده.

 

د عوامي نېشنل ګوند د وينا ترمخه، د وسلوالو پرضد جګړه کې د ګوند تر يو زر او سل زيات مشران او کارکنان وژل شوي دي. دا يواځې شمېرې نه دي، بلکې د دې شمېرو تر شا د سلګونو کورنيو درد، د يتيمانو اوښکې، د ميندو فريادونه او نيمګړي خوبونه پراته دي.

 

بشير احمد بلور ووژل شو، هارون بلور ووژل شو، د ضلعو او تحصيلونو په کچ لسګونه اولسي مشران او سياسي کارکنان په نخښه کړل شول، خو بيا هم دا سياسي فکر ژوندی پاتې شو.

 

د دې يو لوي لامل دا دی چې ځيني نظريې يواځې سياسي خبرې نه وي، بلکې د ولس د احساساتو برخه وګرځي. خدايي خدمتګاري يواځې د يو تحريک نوم نه دی، بلکې د داسې فکر نوم دی چې د انسان عزت تر هر څه اوچت ګڼي، جګړه د مسئلو حل نه ګڼي او د سياست موخه د سولې، پوهې، جمهوريت او د انسان د درناوي ساتنه ګڼي.

 

میاں افتخار حسین د هم دې لارې استازيتوب کوي

 

هغه يواځې ګواښل شوی سياستوال نه دی، بلکې د هغو لږو کسانو له ډلې دی چې خپل يوازينی زوې يې د “ترهګرۍ” په اور کې له لاسه ورکړ، خو بيا يې هم د بدل، کرکې او تشدد ژبه خپله نه کړه. په داسې سيمه کې چې ډېر خلق د مرګ وروسته د غچ او وسلې خبرې کوي، هغه بيا هم د سولې، زغم او جمهوريت خبره وکړه. هم دغه د هغه سياسي او اخلاقي ځواک دی.

 

له دې امله د هغه محدودول يواځې د يو انسان محدودول نه ښکاري، بلکې د يو سياسي فکر د کمزورې کولو هڅه ښکاري.

 

کله چې چارواکي خلقو ته وايي چې له ولسه فاصله وساتئ، په کورونو کې پاتې شئ او خپلې اولسي اړيکې کمې کړئ، نو دا په ظاهره د خونديتوب خبره وي، خو په حقيقت کې د اولسي سياست د کمزورې کولو بڼه هم لري. ځکه سياست له ولسه پرته ژوندی نه پاتې کېږي. يو اولسي مشر چې د خلقو جنازو، جرګو، غونډو او حجرو ته نه شي تللی، هغه به سياست څنګه کوي؟

 

په پښتنه ټولنه کې سياست يواځې د اسمبلو او دفترونو پورې محدود نه دی. دلته سياست په حجره، جومات، جنازه، بازار او کلي کې هم کېږي. میاں افتخار حسین د هم دغه اولسي سياست برخه دی. که هغه له ولسه لرې کړل شي، نو په اصل کې د هغه د سياسي ژوند ساه کمزورې کېږي.

 

خو پوښتنه دا ده چې آیا هغه رښتيا هم محدود کېدای شي؟

 

تاريخ وايي نه.

خان عبدالغفار خان کلونه کلونه زندانونو کې وساتل شو، خو فکر يې ژوندی پاتې شو. ولي خان بنديوان شو، خو سياسي لار يې و نه درېده. بشير احمد بلور ووژل شو، خو نوم يې لا هم د ترهګرۍ خلاف د دريځ نخښه ګڼل کېږي. هم دغه لامل دی چې میاں افتخار حسین هم اوس يواځې يو تن نه، بلکې د يو سياسي او فکري روايت برخه ګرځېدلی دی.

 

دا هم حقيقت دی چې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې تر ټولو لوي زيان هم دغو ملتپالو او جمهوري قوتونو ته رسېدلی دی. هغه سياسي ډلې چې د وسلوالې تندلارۍ، سختدريځۍ او مذهبي انتها پسندۍ مخالفت يې کولو، تر ټولو زياتې په نخښه شوې. دا تصادف نه وو، ځکه وسلوال فکر تل هغه آواز خاموشول غواړي چې د زغم، جمهوريت او عدم تشدد خبره کوي.

 

بل خوا د پاکستاني طالبانو اوسنی وياند خالد خراساني وايي چې د میاں افتخار حسین د وژنې کومه منصوبه نه لري. نوموړی دا دعوه هم کوي چې د داسې ګواښونو تر شا ځيني امنيتي کړۍ او پوليس لاس لرلی شي. خو د دې دعوې په اړه کوم خپلواک ثبوت مخې ته نه دی راغلی، او نه هم پاکستاني امنيتي ادارو په دې اړه کوم غبرګون ښودلی دی.

 

په همدې لړ کې د میاں افتخار حسین محدودول هم يواځې د امنيتي خطر خبره نه ښکاري، بلکې د سياسي فضا د تنګولو يوه برخه هم ګڼلی کېدی شي.

 

چارواکي او ادارې بايد دا هم درک کړي چې يواځې خبرداري خپرول د ستونزې حل نه دی. اصلي پوښتنه دا ده چې هغه کسان څوک دي چې د کلونو راهیسي سياسي مشران، خبريالان، قامي مشران او اولسي کارکنان په نخښه کوي؟ څو کسان ونيول شول؟ څو ډلې ختمې کړی شوې؟ او ولې لا هم د ويرې فضا ژوندۍ ده؟

 

هر ځل چې ګواښونه زيات شي، چارواکي يواځې د احتياط خبره کوي، خو ولس دا پوښتي چې خپله رياست به څه کوي؟

 

که يو اولسي سياستوال دې ته اړ شي چې د خپل ژوند د خوندي ساتلو لپاره له ولسه لرې پاتې شي، نو دا د رياست بريا نه، بلکې کمزوري ده. ځکه د رياست لومړۍ ذمه واري دا ده چې خلق وکولی شي خپل سياسي، ټولنيز او فکري ژوند په آزاده فضا کې مخ ته يوسي.

 

بل اړخ ته، د میاں افتخار حسین محدودول د پښتنو د سياسي حافظې نشي محدودولی. هغه نسل چې د جګړې تر ټولو سخت وختونه يې ليدلي، پوهېږي چې کومو خلقو د ويرې په وخت کې هم د سولې خبره کړې وه. هغوي دا هم نه دي هېر کړي چې چا خپلې کورنۍ د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې قرباني کړې.

هم دغې له امله، که میاں افتخار حسین نن په جسماني توګه محدود هم کړل شي، د هغه سياسي اغېز به بيا هم ژوندی پاتې وي.

 

ځينې خلق د خپلو خبرو له امله مشهور شي، خو ځيني د خپلو قربانيو له امله د تاريخ برخه وګرځي. میاں افتخار حسین د دويم ډول شخصيت دی. هغه د پښتنو په سياسي حافظه کې د هغه فکر نخښه ده چې وايي ټوپک د ستونزو حل نه دی، بلکې زغم، شعور او خبرې اترې د تلپاتې سولې لار ده.

 

د داسې شخصيتونو خاموشول يواځې د يو ګوند زيان نه وي، بلکې د ټولې ټولنې تاوان وي. ځکه کله چې معتدل، جمهوري او د سولې آوازونه کمزوري شي، نو تشه بيا اکثره سختدريځي او وسلوال فکر ډکوي. له دې امله هر جمهوري نظام د خپلو سياسي مخالفينو او نيوکه کوونکو د خوندي ساتلو هڅه کوي، ځکه هغوي پوهېږي چې د سياسي تنوع ختمېدل د ټولنې لپاره خطرناک تمامېږي.

 

نن هم پښتونخوا د جګړې، بې روزګارۍ، بې باورۍ او ناامنۍ له ستونزو سره مخ ده. په داسې وخت کې که د سولې، زغم او جمهوريت آوازونه هم خاموش کړل شي، نو راتلونکی به نور هم ستونزمن شي.

 

میاں افتخار حسین به ښايي د خطرونو له امله خپل ځيني سفرونه کم کړي، خو هغه فکر چې دی يې استازيتوب کوي، محدودېدی نه شي. ځکه فکرونه په دېوالونو او اغزن تارونو کې نه بندېږي، بلکې د ولس په زړونو او ذهنونو کې ژوند کوي.

 

پښتانه به ښايي له نن نه سلګونه کاله وروسته هم هغه خلق يادوي چې د جګړې په وخت کې يې د سولې خبره کړې وه، د ويرې په وخت کې يې د زغم لار خپله کړې وه او د تشدد خلاف يې د عدم تشدد آواز پورته کړی و. په دغو نومونو کې به د میاں افتخار حسین نوم هم شامل وي.

 

نو ځکه اصلي پوښتنه دا نه ده چې “میاں افتخار حسین محدود کېدی شي که نه؟”

اصلي پوښتنه دا ده چې آیا يو فکر، يو سياسي شعور او د سولې يو آواز محدودېدی شي؟

 

او تاريخ تر اوسه دا ښودلې ده چې فکرونه، که هر څومره تر فشار لاندې راوستل شي، بيا هم د ولس په حافظه کې خپله لار پيدا کوي.