د شمالي وزیرستان د دته خېلو تحصیل اړوند د خدرخېلو قام په یوې جرګې کې، چې د خدرخېلو د مشر ملک حمیدالله په مشرۍ ترسره شوه، ګډونوالو د سیمي د امنیتي وضعیت، د پخوانیو پوځي عملیاتو اغېزو، کډوالۍ او د پاک ـ افغان پولې سره د پرتو سیمو د اوسني حالت په اړه خبرې کړې دي.
په جرګه کې د ملک مشتاق، ملک رابط، ملک میرثه ګل په ګډون، د سیمي شاوخوا پنځوس نه تر شپېتو پورې قبایلي مشرانو، دیني عالمانو او سیمه ییزو مخورو ګډون درلودل.
ځایي حکومتي سرچیني وایي، د خدرخېلو اړوند د کلیو ابادي شاوخوا دوه زره کورنیو ته رسېږي. خدرخېل د وزیر قبیلې یوه څانګه ګڼل کېږي او سیمي یې د مده خېلو له حدودو سره لګېدلې دي.
ځایي سرچیني وایي، مده خېل قبیله د پاک ـ افغان پولې ته څېرمه مېشت وه، خو په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته د دې سیمي ډېر اوسېدونکي بې ځایه شول.
د سرچینو په خبره، د مده خېلو ګڼې کورنۍ تر اوسه خپلو کلیو ته نه دي ستنې شوې او لا هم د بنو بکاخېلو کډوالو کیمپ، د پاکستان په نورو ښارونو او د افغانستان د خوست ګلان کیمپ او نورو سیمو کې ژوند کوي.
د سیمي مشران وایي، د دته خېلو په سیمه کې یوازې دوه قبیلي، ممي روغې منظرخېل او خدرخېل، داسې وو چې بشپړه کډوالي یې ونه کړه. د دوي په وینا، په دغو سیمو کې هغه مهال یوازې د لټون عملیات ترسره شوي وو او له خلکو وسلې راټولې شوې وې.
ځایي خلک وایي، خدرخېلو وروسته په خپلو حدودو کې شګه بازار جوړ کړی وو او وروسته چې حکومت د دته خېلو بازار د بیا فعالولو اجازه ورکړه، نو خلکو بېرته دته خېل بازار آباد کړ. د سیمي اوسېدونکي وایي، دغه بازار اوس سلګونه دوکانونه او مارکیټونه لري او د شمالي وزیرستان له پخوانیو سوداګریزو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
ځایي سرچیني زیاتوي، د مده خېلو د ډېرو سیمو د لا نه آبادېدو له امله اوس د خدرخېلو له ابادۍ نه تر پاک ـ افغان پولې پورې پراخې سیمي تشې پرتې دي. د سیمي اوسېدونکي وایي، همدې له امله خدرخېل دا مهال د پاکستان له هغو وروستیو ابادو سیمو څخه ګڼل کېږي چې د افغانستان پولې ته نږدې پرتې دي.

صفدر داوړ