د خیبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندویه چارو وزیر ،عاقب الله خان وایي، حکومت په ضم شوو قبایلي ضلعو کې د امیندوارو ښځو او نوو زېږېدلو ماشومانو د خونديتوب لپاره ۴۲ ځانګړي امبولانسونه فعال کړي دي.
هغه د پېښور په صوبايي مرکز ریسکیو ۱۱۲۲ کې د دغې ځانګړې اسانتیا د پرانستې پر مهال وویل چې دا امبولانسونه به په باجوړ، مومندو، خیبر، اورکزو، کرم، شمالي وزیرستان او سویلي وزیرستان کې د مور او ماشوم لپاره بېړني طبي خدمات وړاندې کوي.
د نوموړي په وینا، په دغو امبولانسونو کې انکیوبېټر، د آکسیجن اسانتیا او نور عصري طبي وسایل ځای پر ځای شوي دي، او ورسره به روزل شوې طبي عمله هم موجوده وي، څو د زېږون پر مهال د هر ډول پېچلتیا په صورت کې سمدستي مرسته وکړي.
عاقب الله خان زیاته کړه چې په لرې پرتو قبایلي سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو کمښت یوه مهمه ستونزه ده، او دا نوښت به امیندوارو ښځو ته پر وخت د درملنې لاسرسي اسانه کړي.
هغه وویل، د مور او ماشوم روغتیا د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او تمه کېږي چې دا خدمت به د زېږون پر مهال د مړیني کچه راکمه کړي.
چارواکي وایي، د دغو ځانګړو امبولانسونو له لارې به امیندوارې ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان په خوندي ډول روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي، چې له امله به یې په قبایلي ضلعو کې د روغتیايي خدماتو رسایي لا نوره هم ښه شي.

خالده نیاز