د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ چارواکي وايي، د مردان د لوند خوړ په سيمه کې د يو کور د کوټې چت پرېوتو له امله دوه تنه مړه او يو بل ټپي شوی دی۔ د چارواکو په وينا، پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د کور د کوټې چت ناڅاپه راولوېد او د کور غړي يې لاندې کړل۔

 

ريسکيو چارواکي زياتوي، چې د ژغورنې د عملياتو پر مهال يې د پرېوتې ودانۍ له ملبې د ۶۰ کلن شاه وزير او د هغه د مېرمنې مړي را ايستلي، او د هغوي ۱۸ کلن زوې صديق يې په ژوبل حالت کې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولی دی۔

 

د ژغورنې ډلې وايي، ټپي شوي تن ته لومړنۍ طبي مرسته هم ورکړل شوې ده۔ چارواکي وايي، د پېښې د رامنځته کېدو لاملونه لا هم تر څېړنې لاندې دي۔