د چترال د کلاش په درېو درو، بمبورېټ، رمبور او بریر کې د کلاش د لرغوني قام مشهور کلنی کلتوري جشن “چلم جوش” د رنګینو دودونو، ولسي موسیقۍ او ګډاګانو په ترسره کېدو پای ته ورسېد۔
د مېلې په وروستۍ ورځ د “غونچې” په نوم ځانګړی دود ترسره شو، چې پکې کلاشي ښځو او نارینه وو د شنو ښاخونو او ګلانو په ښورولو سره د نوي موسم او خوشحالۍ هرکلی وکړ۔ د ولسي موسیقۍ په تالونو دودیزې نڅاوې وشوې او سلګونو سېلانیانو دغه منظرې له نږدې وکتلې۔
له لاهور څخه راغلې یوې ښځینه سېلانۍ شال نیوز ته وویل، هغې له ډېر وخت راهیسي غوښتل چې د کلاش دا کلتوري مېله په خپلو سترګو وویني۔ د هغې په وینا، که څه هم د کلاش د کلتور په اړه یې په رسنیو او کتابونو کې لوستي وو، خو دلته په راتګ یې ولیدل چې دا خلک له خپل کلتور او دودونو سره ځانګړې مینه لري او خپل لرغوني دودونه یې لا هم ژوندي ساتلي دي۔
یو بل سېلاني وویل، دوي لومړی چترال ښار ته تللي وو، هلته یې تاریخي ځایونه او د پولو لوبه لیدلې وه، او بیا د “چلم جوش” مېلې لپاره کلاش ته راغلل۔ هغه وویل، د کلاش د خلکو جامې، خواړه، دودونه او نڅاوې د پاکستان په نورو سیمو کې له دودونو بېل او ځانګړي دي او دلته راتګ ورته یوه نوې او په زړه پورې تجربه وه۔
د مېلې د امنیت او نظم لپاره د خيبر پښتونخوا د کلتور او سېلګرۍ د پرمختګ ادارې، سېلګرۍ پولیسو، ضلعي انتظامیې او ځايي پولیسو ځانګړي ګامونه پورته کړي وو۔ چارواکي وایي، د سېلانیانو د اسانتیا لپاره مرستندویه مرکزونه هم جوړ شوي وو او ټوله مېله په ارامه او خوندي چاپېریال کې پای ته ورسېده۔
ځايي سوداګر او هوټل لرونکي وایي، که څه هم سږ کال د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو له امله د سېلانیانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله لږ و، خو “چلم جوش” مېلې بیا هم د کلاش د کلتور د نړۍ ته ورپېژندلو او په سیمه کې د سېلګرۍ د ودې لپاره مهم رول ولوباوه۔
د کالاش قام مشران وایي، “چلم جوش” یوازې یوه کلتوري مېله نه ده، بلکې دا د دوي د پېړیو زوړ تاریخ، د امن او میني پیغام او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د ګډ ژوند یو ښکلی مثال دی۔

سید اصف شاه کاکاخیل