د شمالي وزیرستان د میرعلي سب ډویژن اړوند د سپین وام تحصیل په دته خېل بازار او د میرام شاه سب ډویژن د دته خېلو تحصیل د حېدرخېلو په شپږو کلیو کې د روانو پوځي عملیاتو، سخت ګرځبندیز او نښتو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې او په دواړو سیمو کې ورځنی او سوداګریز ژوند په بشپړ ډول اغېزمن شوی دی.

 

ځايي سرچیني وایي، د سپین وام تحصیل دته خېل بازار، چې د توري خېل وزیر قبیلې د اوسېدو او سوداګرۍ مهم مرکز ګڼل کېږي، له تېرو څو ورځو راهیسي د سخت ګرځبندیز او نښتو له امله تړل شوی دی.

 

د سرچینو په خبره، په دغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځه وخت په وخت د سپکو او درنو وسلو نښتې شوې دي، چې له امله یې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی. د سیمي اوسېدونکي وایي، د سختو ډزو او پوځي خوځښتونو له امله خلک په کورونو کې بند پاتې وو او بازارونه، دوکانونه او تګ راتګ په بشپړ ډول درېدلی دی.

 

ځايي خلک اندېښنه لري چې د سپین وام دته خېل بازار به هم د شېوې بازار په څېر د اوږدې مودې لپاره وتړل شي او یا به زیانمن شي.

 

بل لور ته، د میرام شاه سب ډویژن د دته خېلو اصلي تحصیل کې د حېدرخېل وزیر قبیلې د مدخوزیو څانګې اړوند شپږ کلي، چې پکې کیټي کلا، چنار کلا، عوض خېل، مندې خېل، زیرا خېل او کمر کلا شامل دي، له تېرو اوو ورځو راهیسي د سخت ګرځبندیز او ممکنه عملیاتو تر اغېز لاندې دي.

 

د سیمي سرچیني وایي، مې په ۱۶مه، د امنیتي چارواکو او قبایلي مشرانو ترمنځ جرګه شوې وه، چې پکې چارواکو له مشرانو غوښتي وو چې د وسلوالو پر ضد اقدام وکړي. خو د اتمانزیو جرګې د خپلې بې وسۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل چې د وسلوالو پر ضد مستقیم اقدام د دوي له وسه پورته دی.

 

له جرګې وروسته په کلیو کې اعلانونه وشول او خلکو ته وویل شول چې سیمي دې خالي کړي. د سرچینو په خبره، له دغو کلیو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

 

ځايي اوسېدونکي وایي، که څه هم دواړه سیمي د ‘دته خېل’ په نوم یادېږي، خو یوه یې د میرعلي سب ډویژن د سپین وام تحصیل سوداګریز بازار دی، چې د توري خېل وزیرو سیمه ده، او بله یې د میرام شاه سب ډویژن د دته خېلو اصلي تحصیل دی چې د حېدرخېل وزیرو قبیلې د مدخوزیو اړوند کلي پکې شامل دي.

 

د سیمي مخور او دیني شخصیت مولانا مصباح الله شال نیوز ته ویلي، چې هغه د دته خېلو د روان وضعیت او عملیاتو په اړه له لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو سره په تماس کې دی او هڅه کوي چې دا ستونزه د خبرو له لارې هواره شي.

 

نوموړي ویلي، له چارواکو سره یې په دې اړه تفصیلي خبرې کړې دي او تمه لري چې روان وضعیت به ډېر زر پای ته ورسېږي. هغه د سیمي خلکو ته ډاډ ورکړی چې اندېښنه دې نه کوي، ځکه د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

 

مولانا مصباح الله ویلي، چې هغه تل د وزیرستان د خلکو د ستونزو د حل لپاره خپل رول ادا کړی او د دته خېلو د اوسني امنیتي وضعیت په اړه هم په بشپړ ډول فعال دی. د هغه په وینا، له اړوندو چارواکو سره پرله‌ پسې اړیکه روانه ده او هیله شته چې د عملیاتو او روان کړکېچ له امله رامنځته شوی وضعیت به زر عادي شي.

 

ځايي خلک وایي، د روان امنیتي وضعیت، ګرځبندیز او ممکنه پراخو عملیاتو له امله په دواړو سیمو کې خلک له سختې وېرې او ناڅرګند حالت سره مخ دي، او سوداګریز فعالیتونه هم په بشپړ ډول درېدلي دي.