د امریکا په کلیفورنیا ریاست کې پر یو اسلامي مرکز د وسلوال برید له کبله د جومات د عملې او امنیتي ساتونکي په ګډون درې تنه وژل شوي، او د پولیسو په وینا، دوه مشکوک بریدګر هم مړه موندل شوي دي.
دا پېښه ،د مې په ۱۸مه، په سان ډیاګو کاونټۍ کې رامنځته شوې، چرته چې د سیمي تر ټولو ستر جومات او د روښانه افق په نوم یو اسلامي ښوونځی موقعیت لري.
پېښه هغه مهال پېل شوه کله چې د یوه مشکوک بریدګر مور پولیسو ته زنګ وواهه او د خپل تنکي ځوان زوې د لادرکه کېدو او د احتمالي ځان وژنې په اړه یې اندېښنه وښوده. هغې پولیسو ته وویل چې زوې یې پوځي جامې اغوستې وې او له کوره یې څو وسلې او د هغې ګاډی هم له ځان سره وړي دي.
پولیسو سمدستي د موټرو د نمبر پلیټونو د یو نوي نظام له لارې د دغه موټر پلټنه پېل کړه، خو تر هغه وړاندې چې د هغوي مخه ونیولی شي، دوه تنه وسلوال ځوانان جومات ته ورسېدل.
عیني شاهدانو ویلي چې بریدګرو د ماسپښین له لمانځه وړاندې د جومات په انګړ کې په بې رحمانه توګه ډزې پېل کړې. په دغه برید کې لومړی یو وسلوال امنیتي ساتونکی او وروسته د جومات دوه تنه نور کارکوونکي ووژل شول.
د چارواکو په وینا، امنیتي ساتونکي د خپل ژوند په بدل کې د بریدګرو مخه ونیوله او پرې یې نه ښودل چې دننه جومات او ښوونځي ته ننوځي، او ددغه ساتونکي د زړورتیا له کبله په جومات کې د سلګونو نورو لمونځ کوونکو او ماشومانو ژوند وژغورل شو.
د ډزو له غږونو سره سم، له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پورې د پولیسو او ځانګړو ځواکونو سرتېري سیمي ته ورسېدل او د جومات دننه ټولې خونې یې وپلټلې، ترڅو ښوونکي او د ښوونځي زده کوونکي په پرامنه توګه له سیمي وباسي.
په دغه عملیاتو کې هیڅ یو ماشوم ته زیان نه دی رسېدلی. په ورته وخت کې راپورونه وايي چې بریدګرو له سیمي څخه د تېښتې پر مهال پر یوه ځایي کارکونکي هم ډزې وکړې خو مرمۍ د هغه پر هیلمټ یا حفاظتي خولۍ ولګېده او نوموړی روغ رمټ پاتې شو.
شاوخوا یو ساعت وروسته پولیسو تایید کړه چې ګواښ پای ته رسېدلی او د دواړو بریدګرو مړي ،چې ۱۷ او ۱۹ کلن ځوانان وو، جومات ته نږدې په یو ولاړ موټر کې موندل شوي دي. د سان ډیاګو د پولیسو مشر سکاټ وال وویل چې بریدګرو له نیول کېدو وړاندې ځان وژنه کړې او د هغوي له کوره یو لیک هم ترلاسه شوی، چې په کې پر نسلي برترۍ او کرکې ټینګار شوی دی. دغه راز پر هغو وسلو هم چې په برید کې کارول شوې وې، د کرکې ډکې جملې لیکلی شوې وې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه برید یوه ناوړه او زړه بوږنوونکې پېښه بللې، او ویلي یې دي چې د دې قضیې د جزئیاتو د څېړلو لپاره به ډېر زر له خپلې کابینې سره بېړنۍ غونډه وکړي.
د کلیفورنیا ګورنر ګیوین نیوزم هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی، او ویلي یې دي چې په کلیفورنیا کې به پر مذهبي ځایونو دا ډول بریدونه په هیڅ صورت ونه زغمل شي. د دغې پېښې له کبله د نیویارک پولیسو هم په دغه ښار کې د شته جوماتونو امنیتي تدابیر کلک کړي دي.

شال نیوز