پوليس وايي، چې د بېټني قبايلي سب ډويژن په خواجه احمد خان شادی خيل سيمه کې ،د مې په ۱۸مه، د شپې ناڅرګنده کسانو د جينکو  یو سرکاري پرائمري سکول کې بارودي مواد چوؤلي دي، چې له امله يې د سکول ودانۍ ته جزوي زيان رسېدلی دی۔

 

د پوليسو په وينا، د چاودنې پر وخت سکول بند او خالي وو، ځکه په پېښه کې کوم ځاني زيان نه دی اوښتی۔

 

چارواکي وايي، د چاودنې سمدستي وروسته امنيتي ځواکونو سيمه په خپله ولقه کې اخيستې او د پېښې پلټنې يې پېل کړې دي۔ تر اوسه د دې بريد ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې۔

 

په خېبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول په قبايلي او حساسو سيمو کې، تر دې وړاندې هم په سکولونو او تعليمي ادارو ورته بريدونه شوي دي، چې له امله يې ځايي خلک د خپلو ماشومانو د تعليم او امنيت په اړه اندېښنې څرګندوي۔