د پښتون ژغورنې غورځنګ وياند ویلي، چې د غورځنګ يو مشر فريد اپريدی د پېښور ښار څخه ناڅرګنده کسانو تښتولی دی او تر اوسه د هغه د ځاي او حالت په اړه څه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د پي ټي اېم وياند په يو بيان کې ويلي، چې فريد اپريدی ،د مې په ۱۸مه، د پېښور له يوې سيمي څخه “په ويګو ډوله ګاډي” کې يو شمېر کسانو له ځان سره بوتلی دی. د بيان له مخې، تر اوسه کومې ادارې د هغه د نيولو يا ساتنې پخلی نه دی کړی.
د نوموړي د کورنۍ غړو او ملګرو د هغه د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، که فريد اپريدي ته څه زيان ورسېږي، نو ذمه واري به يې پر اړوندو ادارو وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په بيان کې ويل شوي: “که د حق غږ پورته کوونکي کسان پورته کېږي، نو دا به د ظلم نه پرته بل څه نه وي. فريد اپريدی دې سمدستي خوشی کړل شي. هر وګړی د ايين له مخې د ازادۍ او انصاف حق لري.”
تر دې دمه پوليسو يا امنيتي ادارو په دې اړه څه نه دي ويلي، او شال نيوز د دغو دعوو خپلواکه پخلی نه شي کولی.

شال نیوز