د مې په ۱۸مه، د شپې د سوات په ګډون د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تېز طوفان او سختو بارانونو له امله پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي۔
چارواکي وایي چې د سوات په ګډون په ځینو نورو سیمو کې د دې ناڅاپي افت له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان ژوبل شوي دي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي۔
په سوات کې د حاجي بابا, بنړ او یو شمېر نورو نږدې سیمو نه د دېوالونو د نړېدو او د کورونو او دکانونو د چتونو د پرېوتو پېښې راپور شوې دي۔ د ژغورنې ادارې د راپورونو له مخې، په سوات کې د طوفان شدت داسې و چې ګڼ شمېر ونې له جړو راوتلې دي.
چارواکي وایي چې په سوات او شاوخوا سیمو کې د برېښنا ستنې او تارونه راغورځېدلي، چې له امله یې په پراخه کچه د برېښنا نظام معطل شوی او ټولې سیمي او سړکونه په تیاره کې ډوب شوي دي.
په سیمه کې د سخت باد او طوفان له امله ګاډو ته هم سخت زیان رسېدلی دی۔ په ځانګړي ډول، د خلکو شخصي ګاډي، چې په کې دوه موټرسایکلونه هم شامل دي، تر ملبې لاندې راغلي او په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي۔
د ژغورنې چارواکو تایید کړې، چې د بېلابېلو پېښو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپیان شوي ۱۴ کسان سمدستي د لومړنیو طبي مرستو وروسته نږدې روغتونونو ته رسول شوي، چې د ځینو حالت د اندېښنې وړ ښودل کېږي۔
نه یوازې سوات، بلکې د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ او د ایبټ اباد د ځینو سیمو نه هم د ورته سختو بارانونو او بادونو خبرونه مخې ته راغلي دي۔
ځايي اوسېدونکي وایي چې طوفان دومره تېز و چې په څو منټونو کې یې هر څه بدل کړل، ونې راوغورځېدې او د برېښنا د نشتوالي له امله د شپې لخوا د امدادي کارونو په لړ کې هم سخت مشکلات پېښ شول۔
د ژغورنې ډلې او ځايي انتظامیه د پېښې ځايونو ته رسېدلي او له سړکونو د راغورځېدلو ونو او ملبې د لرې کولو کار روان دی، ترڅو ټرافیک پرانیستل شي۔
د موسمياتو ادارې خبرداری ورکړی چې په راروانو ۲۴ شاعتو کې د خېبر پښتونخوا په بره سیمو کې د نورو بارانونو او تېزو طوفانونو امکان هم شته، ځکه اولس ته د احتیاط کولو او د کمزورو دېوالونو او ونو لاندې د ودرېدو نه د ډډې کولو لارښوونه شوې ده۔

عصمت علي اخون