د کوز سویلي وزیرستان د مرکز واڼې په خانزاده مارکیټ کی ،د مې په ۱۸مه، د ریموټ کنټرول په وسیله شوې بمي چاودنه کی د احمدزي وزیرو چیف ،ملک طارق خان، په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور سخت ژوبل دي.
پولیس وایي، چاودنه د مارکیټ د مرکزي دروازې سره هغه مهال وشوه، چې یو ګاډی له سیمي تېرېدو. د لومړنیو معلوماتو له مخې، وژل شویو کسانو کی د ملک طارق خان ترڅنګ، ملک سرفراز خان یارګل خیل او جابر خان شامل دي.
د پولیسو چارواکو په خبره، دا یو هدفي برید ښکاري او برید کوونکو د ملک طارق خان ګاډی په نښه کړی وو. د چاودنې له امله ګاډی بشپړ تباه شوی دی.
ژوبل کسان د درملنې لپاره د واڼې ضلعي هیډکوارټر روغتون ته وړل شوي دي، چرته چې د روغتون سرچینو د ځینو ټپیانو حالت اندېښمن ښودلی دی.
پولیسو سیمه په ولکه کی اخیستې او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

ظفر وزير