کابل (شال نیوز) : د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یو شمېر سرچینې وايي چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌ الله اخندزاده د سفر او د هغه د احتمالي تګ راتګ له امله د ښار په بېلابېلو سیمو کې مخابراتي شبکې بندې شوې دي.

 

د سرچینو په وینا، د چهارشنبې له شپې راهیسې د کابل په ځینو سیمو کې د موبایل ټیلیفونونو شبکې کار نه کوي او خلک له خپلو کورنیو، خپلوانو او کاروباري شریکانو سره د اړیکو په ټینګولو کې له ستونزو سره مخ دي.

 

سرچینې وايي، ملا هبت‌الله اخندزاده له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې دی او امکان لري چې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، د ښار ځینو سیمو ته ولاړ شي.

 

د سرچینو په خبره، د هغه د امنیت لپاره په یو شمېر مهمو سړکونو او څلورلارو کې اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د موټرو او خلکو پر تګ راتګ څارنه زیاته شوې ده.

 

د کابل اوسېدونکي وايي، د مخابراتي شبکو ناڅاپي بندېدو د دوی ورځنۍ چارې اغېزمنې کړې دي. په ځانګړي ډول هغه کسان له ستونزو سره مخ دي چې کاروبارونه یې پر موبایل اړیکو او مخابراتي خدماتو ولاړ دي.

 

تر اوسه د طالبانو حکومت او مخابراتي شرکتونو په رسمي توګه نه دي ویلي چې د کابل په کومو سیمو کې شبکې بندې شوې، دا بندښت به څومره دوام وکړي او ایا د طالبانو د مشر له سفر سره تړاو لري که نه.

 

بلخوا، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې ملا هبت‌الله اخندزاده د چهارشنبې په ماښام د کابل په ارګ کې د طالبانو د حکومت له رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، وزیرانو او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

 

مجاهد: هبت‌الله اخندزاده په ارګ کې له خپلو شمېر مسوولانو سره کتلي
مجاهد: هبت‌الله اخندزاده په ارګ کې له خپلو شمېر مسوولانو سره کتلي
افغانستان : هبت‌الله اخندزاده په کابل کې په خپل نوم د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښوده
افغانستان : هبت‌الله اخندزاده په کابل کې په خپل نوم د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښوده

 

د مجاهد په وینا، په دې غونډه کې د هېواد پر روان وضعیت، حکومتي چارو او د ادارو پر لومړیتوبونو خبرې شوې دي. ملا هبت‌الله اخندزاده چې تر ډېره په کندهار کې اوسېږي، په عام محضر کې ډېر کم راڅرګندېږي او د هغه د سفرونو او لیدنو په اړه هم معمولاً محدود معلومات خپرېږي.

 

د طالبانو حکومت تر اوسه کابل ته د نوموړي د سفر بشپړ مهالوېش نه دی خپور کړی او دا یې هم نه دي ویلي چې نوموړی به په پلازمېنه کې څو ورځې پاتې شي.

 

د یادونې وړ ده چې د مخابراتي شبکو د بندېدو او د دغه بندښت د علت په اړه معلومات د سرچینو پر څرګندونو ولاړ دي. تر اوسه یې خپلواک تایید نه دی شوی.